پوهنې وزارت د (۲،۲) میلیونو جلده د نويو چاپ شو کتابونو ویش لړۍ پيل کړه

ددغه وزارت چارواکي وايي، چې دغه کتابونه یې په  (۱۱) کور د ننه چاپ خونو کې چاپ کړي، چې دوی یې له کیفیت څخه ۸۰ سلنه خوښ دي.

د پوهنې وزارت د نشراتو رېیس کبیر حقمل په دې اړه جوړې شوې غونډې ته(د یک شنبې په ورځ) کابل کې وویل، نوي چاپ شوي کتابونه به د هېواد په سړو او ګرمو سیمو کې چې ۱۳ ولایتونه کیږي؛ پر زده کوونکو وویشي.

ښاغلی حقمل زیاتوي (۲۰) میلیونه جلده نور کتابونه، چې په هند او ویتنام کې تر چاپ لاندې دي د ژمي په موسم کې به افغانستان ته راورسیږي.

د پوهنې وزارت د نشراتو ریېس وايي، چاپ شوي کتابونه د لومړنیو (ابتدایه) او منځنيو (متوسطه) ټولګیو له پاره دي.

په همدې حال کې دنوو چاپ شوو کتابونو د ویش لړۍ،  چې کابل کې د غازي عالي لیسه کې پرزده کوونکو پیل شوه؛  دغه زده کوونکي پرې خوښ ښکاري.

د کابل د غازي عالي لیسې یوزده کوونکی علي سینا دا هم وايي، چې د پوهنې وزارت دې په ښوونځيوکې د لابراتوار او مسلکي ښوونکو ستونزې هم هوارې کړي.

په ښوونځيو کې د منځيو ټولګیو زده کوونکوته د لابراتوارونو او کمپيوټر مسلکي ښوونکو نشتوالی د دوی بنسټیزې ستونزې دي.

د عبدالله په نوم د غازي عالي لیسې د ۷ ټولګي زده کوونکی وايي، چې چارواکو ورته اوس ریاضي، فزیک، جغرافیه، کیمیا، حرفه، بیولوژي، هنر او تعلیمات د مدني مضمونونو کتابونه ورکړل؛ چې پرخبره یې که دا کتابونه یې په دوبي کې ورکړي وای ازموینو ته به یې پوره چمتوالی نیوالی وای.

دا په داسې حال کې ده، چې دا لومړی ځل دی د پوهنې وزارت په کور دننه چاپ خونو پرمرسته کتابونه چاپوي، چې پخوا به په هندوستان، اندونیزیا، دوبۍ او ویتنام کې چاپيدل.

د پوهنې وزارت چارواکي وايي، چې پخوا په کوردننه چاپوخونو کې دا ظرفیت موجود نه و، او اوس ورځ تربلې د ښه کېدو په حال کې دي.

د پوهنې وزارت چارواکي زیاتوي د پيسو کموالي له کبله نه شي کولای چې کتابونه پرخپل وخت چاپ او زده کوونکو باندې وویشي.

ښاغلي حقمل وویل، په کورد ننه نویو چاپ شو کتابونو یومیلیون ډالر لګښت راغلی چې د ماشومانو سره د مرستو نړیوالې ادارې یا یونیسف، امریکا او د ډنمارک پراختیايي ادارو ورکړي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام