د چورلکې د راغورځېدلو ۱۵تنو ته مرګ ژوبله اړولې

په زابل ولایت کې نسکورې شوې الوتکې کې ۵ تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

د زابل امنیې قومندانۍ ویاند احمد فواد عسکري نن پنجشنبې د (اګست په ۶مه) سلام وطندار ته وویل، چې دغه پېښه د شینکۍ او نوبهار ولسوالیو ترمنځ شوې ده.

نوموړي د نورو جزیاتو له ورکولو ډډه وکړه، خو یوې بلې سرچینې د نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته وویل، چې په دغه چورلکه کې ۵ تنه عمله وژل شوې او ۱۰ تنه افغان سرتېرې وژل شوي دي.

سرچینې وویل، چې چورلکه د تخنیکي ستونزې له امله راغورځېدلې ده.

بل لورته د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په لېږل شوي ټلیفوني پیغام کي ویلي، چې په دې چورلکه کې يې ۲۵ سرتېري او عمله وژلې ده

خو دولتي سرچینې بیا د طالبانو دغه ادعا ردوي او وايي، چې چورلکه د پيلوټ د فني ستونزې له امله رامنځته شوې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام