
د «منصوعي هوښ» پوه او د ټکنالوژۍ نوښتګر ماروین مینسکي، چې د رپوتونو په پلار هم یادېد؛ د ۸۸ کالو په عمر د امریکا په ماساچوست ایالت کې ومړ.
مینسکي د (جنورۍ پر ۲۶مه) د یکشنبې پر مازیګر مهال دا نړۍ پرېښودله.
د «یو ماشوم، یو لپټاپ» موسېسې بنسټګر نیکلاس نګروپونټ د مینسکي د مړیني د خبر په اړه وايي: «نړۍ د علم یوه ستره هستي له لاسه ورکړه»
ماروین مینسکي د ۵۰ لسيزې په ورستیو کې، چې کمپیوټر په خپله یوه نوې او ناپېژندل شوې ښکارنده وه؛ د یو داسې ماشین په جوړولو پیل وکړ، چې په خپله فکر وکړی شي. هغه د البرټ انشټین هم نسل و. که څه هم د البرټ انشتین سخته الماني ژبه د دوی دواړو د همکارۍ ترمنځ خنډ ګرځېدلې وه، خو مینسکي د کمپیوټر له یو بل نابغه چې «جان ون» نومېد، خوږ ملګری شو.
مینسکي د درېيو کتابونو لیکوال دی، چې «د ذهن اجتماع»، «احساسېدونکی ماشین» او «متفکر کمپیوټر» نومېږي. دغه اثار تر اوسه د روبوټونو د جوړولو د علم په برخه کې ارزښتناک کتابونه شمېرل کېږي.
د ربوټونو پلار بې شمېره اختراعګانې کړې وې، چې په ویاړ یې زیاتې جایزې ګټلي وې.

د ده د اختراعګانو له ډلې مصنوعي مټ، لاس او د روبوټونو نورې برخې، لوړ دقت او قدر لرونکی مایکروسکوپ او دې ته ورته نورې مهمې اختراعګانې یادولی شو.
نوموړي د خپلو مقالو او اختراعګانو له امله د جاپان نندارتون او د اېم، ای، ټي له پوهنتون څخه زیاتې جایزې اخیستې دي.
ماروین مینسکي له خپلې مړینې یو میاشت مخکې د واشنګټن پوسټ ورځپانې سره مرکه کې ویلي وو، چې یو ناول لیکوال ملګری یې د دې لامل شوی، چې د روبوټونو د پوهې نړۍ ته ورشي.
د روبوټونو زوړ پلار د انسان او روبوټ د راتلونکي په اړه ویلي دي: "د وخت په تېرېدلو سره به روبوټونه د انسانانو په پرتله چټک او خورا دقیق شي؛ د روبوټونو په اړه زیاتې خیالي کیسې شته، چې په شرپيداکوونکي ځواک بدلېږي.
زه فکر نه کوم، چې زیان رسوونکي ماشینونه را منځته شي، ځکه چې له ګټې اخیستلو مخکې د انسانانو له کره ماینې څخه تېرېږي."





