امریکا: پاکستان د ترهګرو خوندي ځای دی

د ترهګرۍ په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په کلني راپور کې لیکل شوي چې پاکستان لا هم د ترهګرو خوندي ځاله ده او دغه هېواد اجازه ورکړې چې طالبانو او حقاني شبکه په افغانستان کې بریدونه وکړي.

دغه راپور چې بېګاه خپور شو، د ۲۰۱۹ کال پر مهال د ترهګرو فعالیت، خوځښتونو او له ترهګرۍ سره د امریکا د مبارزې په اړه معلومات وړاندې شوي دي.

راپور لیکي چې پاکستان د ترهګرو ډلو پر وړاندې لازم اقدامات نه دي کړي. طالبان، حقاني شبکه، طیبه ډله د جیش‌محمد ډلې هغه ترهګرې ډلې یادې شوي چې د افغانستان او هند پر وړاندې له پاکستانه ګټه اخلي.

د دغه راپور په یوه برخه کې لیکل شوي چې پاکستان ترهګرو ډلو ته اجازه ورکړې چې د سیمې هېوادونه، په تېره افغانستان او هند خپل هدف وګرځوي.

راپور لیکلي چې چې پاکستان د د جیش‌محمد ډلې د مشر مسعود اظهر په څېر د یوشمېر پېژندل شویو ترهګرو پر وړاندې لازم اقدامات نه دي کړي.

د دغه راپور د معلوماتو پر بنسټ، د پاکستان ډېری مدرسې د ترهګرو ځای دی او هره ورځ په‌کې ترهګري او افراطیت تدریسېږي.

راپور زیاته کړې، په پاکستان کې د ترهګرو ډلو له فعالیت سره سره، دغه هېواد طالبان اړ کړي چې په افغانستان کې تاوتریخوالی کم کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کلني راپور په پای کې لیکل شوي چې د منځنۍ اسیا یوشمېر هېوادونه په افغانستان کې د ترهګرۍ پراخېدو په اړه اندېښمن دي او د سوریې او عراق له جګړې نه را ګرځېدلي افغانان د منځنۍ اسیا لپاره بالقوه ګواښ بولي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام