
د سمنګان د ولایتي شورا مرستیال محمدهاشم سروري سلام وطندار ته وویل چې طالبانو نن له غرمې مخکې د دې ولایت د درهصوف ولسوالۍ د کوتل ریګ په سیمه کې له لویې لارې نه د ډبرو سکرو د موټرو له ۵۰ نه ډېر موټرچلوونکي له ځان سره وړي دي.
د ښاغلي سروري په وینا، د طالبانو او دې موټرچلوونکیو ترمنځ هوکړهلیک شوی چې هر موټرچلوونکی باید په میاشت کې دې ډلې ته شاوخوا ۷زره افغانۍ ورکړي؛ ګنې د طالبانو له لوري به مجازات شي.
په ورته وخت کې د سمنګان ولایت د درهصوف ولسوال عبدالیقین احمدي د دې خبر په تایید سره وايي چې طالبانو د دې ولسوالۍ اړوند له لویې لارې نه د ډبرو سکرو د موټرو ۱۰موټرچلوونکي او څو ملکیان له ځان سره وړيدي.
طالبانو تر دامهاله پهدې اړه څه نهدي ویلي.
ورته مطالب:
د بار وړونکو موټر چلوونکي: پولیس او غله ترې باج اخلي
طالبانو په دایکندي کې ۲۰ موټر چلوونکي او دوکانداران برمته کړي





