
ملي دفاع وزارت په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې د بدخشان په وردوج او نسي ولسوالیو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۲۷ جنګیالي وژل شوي دي.
په یاده خبرپاڼه کې چې نن خپره شوې، لیکل شوي چې په عملیاتو کې ملکیانو ته زیان نه دی رسېدلی او پر هغو ځایونو شوي چې طالبانو ترې پر یادو ولسوالیو د بریدونو هوډ درلود.
خو طالب ډلې ویلي چې افغان او امریکايي ځواکونو د ملکیانو پر کورونو بریدونه کړي دي.
د خبرپاڼې له مخې، په یادو عملیاتو کې ۱۱ طالب وسلهوال په وردوج او ۱۶ نور په نسي ولسوالیو کې وژل شوي دي.
ملي دفاع وزارت ویلي چې په عملیاتو کې د بدخشان لپاره د طالبانو د نومول شوي والي قاري فصېحالدین اصلي مرکز له منځه وړل شوی او دغه راز ۹ طالب جنګیالي ټپیان شوي هم دي.
د طالبانو ویاند ذبېحالله مجاهد بیا ادعا کړې چې په یادو عملیاتو کې ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د نوموړي په وینا، افغان او امریکايي ځواکونو شاوخوا ۶۰ بمونه د یادو ولسوالیو پر اوسېدونکیو غورځولي دي.
طالبانو په ملکي سیمو کې د افغان او امریکايي ځواکونو عملیات له امریکا سره د دې ډلې د سولې هوکړهلیک خلاف بللي او ټینګار یې کړی، که دغه وضعیت دوام وکړي، دوی به هم خپل بریدونه بېرته پیل کړي.





