.jpg)
د پکتیکا ولايتي شورا مشر او د برمل ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې له تېرو څو کلونو راهیسې د دې ولایت په برمل ولسوالۍ کې وسله والې ډلې په ازدانه ډول د درنو او سپکو وسلو پېر او پلور کوي.
د دغه ولايت اوسېدونکي شکایت کوي، چې د پکتیکا ولایت ډېرو ناامنو ولسوالیو ته له همدې ځایه د ډول ډول وسلو اکمالات ورته کېږي.
د برمل ولسوالۍ اوسېدونکی د نوم نه خپرولو په شرط سلام وطندار ته وویل، چې په دې ولسوالۍ کې د وسلو ازاد بازار موجو دی او په دې بازار کې یو سل او شل متري هاوان، پیکا، د چاودېدونکو توکو واسکټونه او د چاودېدونکو توکو موټرونه په ښکار ډول یې پېر او پلور کېږي.
دغه ولسي وګړی وايي، چې په دې ولسوالۍ کې د ماینونو جوړولو او خنثی کولو ماهران هم موجود دي او د پکتیکا ولایت ټولې هغه پوستې او ولسوالۍ چې سقوط کوي نیول شوي مهمات او وسلې برمل ولسوالۍ ته د سوداګرۍ له پاره وروړل کېږي.
.jpg)
د دې ولسوالۍ یو بل استوګن د نوم نه خپرولو په شرط سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې که حکومت غواړي، چې حالت کنټرول کړي او په پکتیکا ولایت کې وسله والې ډلې د لوجستیک او وسلو له کمښت سره مخ کړي؛ نو په دې بازار دې پراخ پوځي عملیات وکړي.
په ورته وخت کې د پکتیکا ولایتي شورا رییس بختیارګل همت د ولسي خلکو دغه څرګندونې تاییدوي او وايي، چې د برمل ولسوالۍ په لمنې سیمه کې هر ډول درنې او سپکې تعرضي وسلې پیداکېږي.

له بل لوري د پکتیکا ولایتي چارواکي دا خبرې ردوي او وايي، په برمل ولسوالۍ کې د وسلو ازاد بازار نه شته دي.
د پکتيکا والي محمد الياس وحدت وايي، په برمل ولسوالۍ کې د وسلو مارکېټونه او زېرمې موجودې نه دي او دا یوازې اوازې دي او د ولس د محرومیت له پاره کېږي.
برمل ولسولۍ د پکتیکا مرکز له ښرنې شاوخوا سل کیلومتره لرې پرته ده، چې له دې مخکې پاکستاني پوځیانو د دې ولایت په ځینو سیمو کې تاسیسات جوړ کړي وو.





