ننګرهار کې ځانمرګي برید ۱۳ تنه وژلي او ۱۴ یې ټپیان کړي

دغه ځانمرګی برید نن یکشنبې سهار لس نیمې بجې د جلال اباد ښار په درېیمه ناحيه کې د قومي مشر ملک عثمان او د ننګرهار ولایتي شورا د غړي عبیدالله شینواري په کور کې شوی دی.

د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي وویل، چې په یاده پېښه کې د قومي مشرانو په ګډون ۱۳ تنه وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

خوږیاڼي زیاته کړه، چې د ملک عثمان خپلوان او قومي مشران د هغه د زوی هرکلي ته ورغلي وو، چې شاوخوا اته میاشتې د وسله والو په ولکه کې و.

نوموړی وايي، په ټپیانو کې خپله ملک عثمان او د ده هغه زوی، چې د وسله والو له بنده ازاد شوی، هم ټپیان دي.

خوګیاڼی همداراز وايي، ۵ تنه ټپیان چې روغتیايي حالت یې نازک و؛ د درملنې له پاره د چورلکو په واسطه پلازمېنې کابل ته لېږدول شوي دي.

د مجنون په نامه د پېښې عیني شاهد وايي: «موږ پاس ولاړ وو، د ځانمرګي تورې جامې پر تن وې، زموږ عسکر په دروازه کې ونیو، خو هغه ځان داخل ته ننویستلو. د مېلمنو منځ ته لاړ او ځان ته یې چاودنه ورکړه.»

تر اوسه د دغه برید مسوولیت کومې وسله والې ډلې نه دی اخیستی، خو وسله والو طالبانو رسنیو ته په استول شوي پیغام کې په یاده پېښه کې خپل لاس لرل په کلکه رد کړي دي.

دا ځانمرګی برید داسې مهال کېږي، چې تېره چهارشنبه هم درېیو ځانمرګو برید ګرو په جلال اباد د پاکستان کونسلګرۍ ته نېږدې اووه امنیتي سرتېري وژلي او د درېیو ملکیانو په ګډون یې اووه تنه نور ټپیان کړي وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام