
د هلمند د ولایتي شورا رییس عطاالله افغان سلاموطندار ته وویل، طالبانو د جمعې په شپه د هلمند ولایت د نهر سراج ولسوالي په ټانکۍ سیمه کې پر امنیتي پوستو برید کړی و.
د افغان په وینا، بهرنیو الوتکو د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ په دې جګړې کې ګډون کړی، خو په تېروتنه یې دولتي ځواکونه په نښه کړي دي.
افغان زیاتوي، د بهرنیو ځواکونو په دغه هوایي برید کې ۱۵ پولیس وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.
د نوموړي د مالوماتو له مخې، په وژل شویو کې د هلمند د عمومي لارې د کنډک قوماندان سمونوال حاجي ګران چې په قلندر ماما مشهور دی، هم شامل دی.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک بیا پر دولتي ځواکونو د غوڅ ملاتړ هوايي برید مني، خو وایي د ده د لومړنیو مالوماتو له مخې، په برید کې ۱۲ پولیس ټپیان شوي دي.
اړوند مطالب:
هلمند کې د بهرنیو ځواکونو هوايي برید کې ۲۳ ملکیان وژل شوي
بادغیس کې د پولیسو پر یوې پوستې هوايي برید شوی

بلهخوا کورنیو چارو وزارت په پیل کې ویلي و چې په یاد برید کې مخالفان وژل شوي، خو وروسته د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي تایید کړه چې ۸ پولیس وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
نصرت رحیمي پر خپلې فېسبوکپاڼې لیکلي، دا چې دغه کسان د دوښمن په برید کې په نښه شوي که د بهرنیو ځواکونو لهخوا، د کورنیو چارو وزارت او غوڅ ملاتړ یو ګډ پلاوی دا پېښه څېړي چې جزیات به یې ډېر ژر له خلکو سره شریک شي.





