مومندره کې پر لاریونوالو ځانمرګی برید شوی‌دی

د ننګرهار ولایت چارواکي وایي، نن غرمه نږدې یوه بجه د جلال‌اباد ـ تورخم پر لار د مومندرې ولسوالۍ په ډکې سیمې کې د لاریونوالو پر خېمې ځانمرګی برید شوی‌دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطا‌ءالله خوږیاڼی وايي چې په‌دې ځانمرګي برید کې د لومړنیو معلوماتو له مخې ۲۲ کسان وژل شوي او ۶۲ نور ټپیان دي.

خوږیاڼی وايي، د مرګ‌ژوبلې په اړه ورکړل شوې شمېرې وروستۍ نه دي او ښايي بدلون ومومي.

سیمه کې عیني شاهدان وايي، لاریونوالو له لاریون وروسته  ډکې نومې سیمې کې اعتراضیه خېمه وهلې وه چې نن څه کم یوه بجه پرې ځانمرګی برید شوی‌ چې ګڼو کسانو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې ده.

بلخوا د ننګرهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر نجیب الله کامه‌وال رسنیو ته ویلي چې د مومندرې ولسوالۍ له ډکې سیمې جلال‌اباد او غني‌خېلو ولسوالۍ سیمه‌ییزو روغتونونو ته ۱۹ جسدونه او ۶۲ ټپيان وروړل شوي چې ځینې ټپيان تر لومړنۍ درملنې وروسته کورونو ته لېږدول شوي او د ځینو روغتیايي حالت هم نازک دی.

دغه لاریون نن سهار د شینوارو قوم له لوري د دې ولسوالۍ د سیمه‌ییزو پولیسو قومندان بلال پاچا پر ضد لاریون کړی و او ټینګار یې کاوه چې نوموړی د دوی د ځمکو نیولو ترڅنګ، په ګڼو نورو جرمونو کې هم لاس لري. لاریونوالو په یوه غږ غوښتنه کوله چې حکومت باید د سیمه‌ییزو پولیسو قوماندان بلال پاچا له دندې لرې کړي.

لاریونوالو د څو ساعتونو له‌پاره د جلال اباد – تورخم لاره هم تړلې وه.

موږ هڅه وکړه چې د شینوارو ولسوالۍ د پېښې سیمې د لاریونوالو د ادعا په اړه د دې ولسوالۍ د سیمه‌ییزو پولیسو د قوماندان بلال پاچا نظر هم واخلو؛ خو بریالي نه‌شو.

دا په داسې حال کې ده چې تېرې اګېسټ میاشت کې هم د ولسي جرګې راتلونکيو ټاکنو ته د نوماندانو له نوملړه د یوه اېستل شوي نوماند د پلویانو پر اعتراضیه خېمې ځانمرګي برید شوی و چې له کبله یې شاوخوا ۱۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام