
دکندوز د سقوط د څېړنې حقیقت موندونکي پلاوي مشر امرالله صالح وايي، چې د یاد ولایت د سقوط تر شا لوی بهرني استخباراتي لاسونه وو.
هغه زیاته کړه، چې د کندز د جګړې له پاره طالب قومندانانو له ګاونډي هېواد پاکستانه لارښوونه اخیسته.
امرالله صالح وویل، چې د کندوز د سقوط په اړه د توطیې تيوري هيڅ اساس نه لري او دغه اوازه بې بنسټه ده.
د کندوز د سقوط د څېړنې حقیقت موندونکي پلاوي زیاته کړه، چې په کندوز کې داسې يوه ډله فعالیت کوي، چې نه د وسله والو مخالفينو پورې اړه لري او نه د افغان دولت، بلکې یوه لویه اقتصادي مافيايي ډله ده، چې د رهبرۍ غوښتونکي دي.
نوموړي هغې ډلې ته د خاکستري ډلې نوم ورکړ. هغه دا هم وویل، چې د استخباراتي ضعف د کندوز د سقوط یو له اصلي لاملونو بلل کيږي.
.jpg)
یاده دې وي، چې دغه راپور په ۲۰۰ پاڼو کې ترتیب او افغان حکومت د یاد کمېسیون له خوا سپارل شوی دی.
د دغه پلاوي یوه مسوول امرالله صالح نن شنبه (نومبر۲۱مه) د يوې خبري ناستې په ترڅ کې د کندوز د سقوط مهم عامل رهبري یاده کړه او ویې ویل، چې وسله والو طالبانو دې جګړې ته له یوه کال مخکې پلان جوړ کړی وو.
نوموړي زیاته کړه، د ټولو دولتي سیمو د تېر ایستلو په خاطر د وړې رهبرۍ له عنصر نه په بشپړه توګه کار اخیستل شوی دی.
دی وايي: "موږ ځینې مکالمې واورېدې چې د طالبانو قوماندان له پېښوره لارښوونه اخلي."
یاده دي وي، چې امرالله صالح چې د ډاکټرفاروق وردک تر څنګ د حکومت له لوري د کندوز د سقوط د څېړلو له پاره د یوه کمیسیون د مشر په توګه ټاکل شوی و.





