د جوزجان والي مولوي لطفالله عزیزي وايي، تازه پهدې ولایت کې ناامنۍ زیاتې شوي او خلک یې اندېښمن کړيدي.
د جوزجان والي په وینا، خماب ولسوالۍ په بشپړه توګه او څلور نورې ولسوالۍ هم د طالبانو په محاصره کې دي.
د ده په وینا، د ولسوالیو ټول کلي د طالبانو په محاصره کې دي او په خبره یې، تقریباً د نهو ولسوالیو په لارو کې طالبان حضور لري.
ورته مطالب:
«ټول کافران دي» د جوزجان ناامنیو سیمو ته د سفر روایت
جوزجان؛ طالبان پر پاکستان روسي ټانګونه پلوري
جوزجان کې پر ښځو د طالبانو تازه بندیزونه
ده اندېښنه وښوده چې د جوزجان څلور ولسوالۍ د طالبانو په محاصره کې دي او یو یې بشپړه د دې ډلې په ولکه کې ده.
د جوزجان والي همدارنګه وايي، اړتیا ده چې حکومت دغه ولایت کې د وسلهوالو ځپلو په موخه پوځي عملیاتو په لاره واچوي.
د جوزجان یو شمېر اوسېدونکي او قومي مشران هم دې ولایت کې د ناامنیو له پراخېدو اندېښنه څرګندوي او وايي، کهچېرې امنیتي وضعیت او د حکومت پټه خوله پاتې کېدل همداسې دوام پیدا کړي؛ دغه ولسوالۍ به د طالبانو لاس ته سقوط شي.
د دوی په وینا، د ولسوالۍ دېوالونه په امن دي او پاتې د ولسوالۍ په بازار کې هم د ناامنۍ ستر خطر موجود دی.
دوی له دولته غواړي چې د ښار او ولسوالیو امنیت تامینولو په برخه کې پام زیات کړي چې خلک په ارامه ذهن او فکر سره ژوند وکړي.
د جوزجان یو شمېر اوسېدونکي او قومي مشران له دولته غواړي چې د دې ولایت ولسوالیو کې د پوځي عملیاتو په لاره اچولو لهپاره هڅې وکړي او د خلکو اندېښنو ته د پای ټکی کېږدي.




