
د ننګرهار سیمهييز چارواکي وايي، چې نن سهار د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د یو سیمهییز پولیس او د دې ولسوالۍ د کږې مندوي د یوې برخې د مسوول تر منځ په ډزو کې ۳ سیمهییز پولیس او یو سوداګر وژل شويدي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي سلام وطندار ته وویل، دا پېښه د خوږیاڼو ولسوالۍ په کږې بازار سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې د سیمهییزو پولیسو یو ډلمشر دولت او د کږې مندوي د یوې برخې مسوول حاجي سیداغا تر منځ له لفظي شخړې پر یو بل ډزې وشوې.
نوموړی وايي، وژل شوی سوداګر «حاجي سیداغا» وژل شوي او یو زوی یې ټپي شوی.
هغه وايي، د ټپي حالت اوس ښه دی.
تر اوسه د پېښې د رامنځته کېدا انګېزه نهده معلومه.
لهدې مخکې بیا د روژې میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې د ننګرهار چپرهار ولسوالۍ په فامیلیو سیمه کې د یخ خرڅولو پر سر د یوې مېرمنې په ګډون ۴ ملکي وګړي وژل شويوو.





