
له بدخشان ولایت څخه را رسيدلي راپورونه وايي، چې په دغه ولایت کې وسله وال طالبان پر یمګان وردوج ولسوالیو بشپړ حاکمیت لري او د جرم، راغستان، تګاب، یفتل بالا، شهدا او ارغنجخواه ولسوالیو کې په فعال ډول حضور لري.
د بدخشان والي فیصل بیګزاد د پورته وینا د تاییدولو ترڅنګ وايي، چې په دغه ولایت کې د طالبانو او د دوی د بهرنيو همکارانو جګړه له ناکامۍ سره مخ شوې او د تېر کال په خلاف د کومې نوې سیمې د نیولو په موخه بریالي شوي هم نه دي.
د هغه پر وینا، دغه عملیات د کب په ۱۰ مه پېل شوي و.
د بدخشان والي وايي، چې وسله والو طالبانو، پر بهارک، تګاب، راغستان، درایم او ارغنجخواه ولسوالیو له ۱۰ تر ۱۲ ځلو بریدونه وکړل، خو له ماتې سره مخ شوي دي.
سیمه ییز چارواکي وايي، چې همدا اوس په بدخشان کې شاوخوا ۱۴۰۰ وسله وال طالبان فعالیت کوي.

د راپورونو له مخې د بدخشان له خستک ولسوالۍ څخه د طالبانو نومول شوی والي مولوي فصیح الدین د بدخشان جنګ اداره کوي.
له بل لوري د بدخشان د ولایتي شورا غړی عبدالله ناجي نظري وايي، چې که څه هم وسله وال طالبان د بدخشان د هیڅ نوې سیمې پر نیولو بریالي شوي نه دي، خو بیا هم افغان امنیتي ځواکونه په دفاعي حالت کې قرار لري.
نوموړی خبرداری ورکوي، که چېرې حکومت تهاجمي حالت غوره نه کړي، نو احتمال لري، چې وضعیت تغیر وکړي.
د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي، چې په بدخشان کې عملیات د دغه ولایت له راغستان څخه پېل شوي او تر څو، چې بدخشان په مکمل ډول له طالبانو نه وي پاک شوی، نو دغهدعملیات به دوام وکړي.
هغه خبرداری ورکړ، چې دا ځل به دولت وسله وال طالبان په راغستان کې په مکمل ډول وځپي.
د بدخشان د والي ویاند نوید فروتن وايي، د زمري په ۵ مه کوم عملیات، چې د افغان ځواکونو له خوا په راغستان ولسوالۍ کې پېل شوي له امله يې د درېيو قوماندانانو په ګډون ۲۷ طالب وسله وال وژل شوي هم دي.

نوموړی وايي، چې همدارنګه د دغو بریدونو له کبله ۳۲ طالب وسله وال ټپیان شوي دي.
د بدخشان د والي ویاند وايي، چې اوسمهال دغه ولسوالي د افغان ځواکونو له خوا کلابند شوی دی.
له بل لوري د بدخشان د پولیسو ویاند مسعود ارشد وايي، چې کله د بدخشان په راغستان کې پوځي عملیات پېل شول، نو وسله والو طالبانو پر شهدا، یفتل او تګاب ولسوالیو بریدونه وکړل، چې د افغان ځواکونو له خوا بېرته په شا و تمبول شول.
د نوموړي په وینا په دغو بریدونو کې ۱۴ طالب وسله وال وژل شوي او ۴ نور يې له افغان امنیتي ځواکونو سره یوځای شوي دي.





