د پوهنې وزیر په دغه وزارت کې له فساد او کم کارۍ نه پرده پورته کړه

په پوهنې وزارت کې د فساد موجودیت او کم کارۍ دغه وزارت ته د ۱۳۴ میلیونه ځانکړو شوو ډالرو د لګښت مخنیوی کړی دی.

اسدالله حنیف بلخي په هرات ولایت کې د یوې غونډې پر مهال زده کوونکو او سیمه ییزو مسولینو ته وویل، چې د دوی ۳ میاشتنیو څېړنو ښودلې، چې په پوهنې وزارت کې د اداري فساد، کم کاري او د ظرفیتونو د نشتوالي له امله نړیوالو مرستو ۱۳۴ میلیونه ځانکړې شوي ډالر نه دي لګول شوي.

د پوهنې وزیر دغه خبرې د (اګسټ په ۱۲مه) نېټه کړې دي.

بلخي وايي، چې دغه ډالر باید د روان کال د سپټمبر تر پایه پورې مصرف شوې وی، خو دوی له مالیې وزارت نه غوښتنه وکړه، چې د راتلونکي کال د سپټمبر میاشتې تر پایه پورې دې وخت ورکړل شي.

ده وویل، چې دغه پیسې به د ښوونځیو د رغونې، تجهیزاتو او د ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې مصرف کړي.

نوموړي وویل، چې د نړیوالې ټولنې له خوا د پوهنې له وزارت سره نورې ډېرې مرستې هم شوي دي. ده زیاته کړه، چې موږ په دې لټه کې یو، چې دغه پیسې هم په مناسبو ځایونو کې مصرف شي.

د دغو پیسو له شمېر نه ۱۹۲ میلیونه افغانۍ د اضافه کارۍ او ۸۰۰ میلیونه افغانۍ د ښوونکو د امتیازاتو لپاره په پام کې نیول شوي دي او د مالي کال په دویمه نیمايي کې به دغه بودیجه د مالي وزارت له خوا د پوهنې وزارت ته ورکړل شي.

د پوهنې وزیر وویل، ښوونکو ته د ځمکو د ویش چارې یې په دوو لنډمهالو او اوږدمهالو مرحلو کې پام کې نیولي، چې د وزیرانو شورا د پرېکړې پر بنسټ به په لنډمهال کې ښوونکو ته ځمکې ووېشل شي او د اوږدمهال لپاره به د ښار جوړونې د وزارت په مرسته به د بېوزله ښوونکو لپاره کورونه جوړ شي.

په ورته وخت کې د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ ښوونکو د یو لاریون پر مهال د پوهنې له وزیر نه د دوی د ۸ میاشتو د وروسته پاتې شوو حقونو غوښتنه وکړه.

ښونکو خبرداری ورکړ، که معاشونه یې ور نه کړل شي؛ د زده کوونکو پر مخ به د ښوونځیو دروازې وتړي.

خو د پوهنې وزیر له ښوونکو سره ژمنه وکړه، چې ډېر ژر به د دوی حقونه ورکړل شي.

د راپورونو پر بنسټ، له دې مخکې هم پوهنې وزارت کې د خیالي ښوونځیو او د همدغو ښوونځیو د ښوونکو د حقونو د ورکولو پر اساس د میلیونونو ډالرو د ضایع کېدلو راپورنه خپاره شوي وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام