شاوخوا ۲۵ ورځې مخکې طالب اورپکو د هلمند ولایت د مارجې ولسوالۍ زیاتې سیمي د یو برید پر مهال له امنیتي ځواکونو نیولې دي، خو امنیتي ځواکونه لا هم له خپلو سنګرونو دفاع کوي.
موږ له یو پلاوي سره د مارجې ولسوالۍ د امنیتي حالت د څېړلو له پاره تللي وو.
پر لویه لاره امنیتي پولیس د دفاع په حالت کې لیدل کېدل او هر یو له کابله د درنو وسلو او تازه دمو سرتېرو د ورتګ غوښتنه کوله.
د مارجې ولسوالۍ پر لویه لار د کمپ په سیمه کې مېشتو افغان سرتېرو سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې شاوخوا دوه اونۍ د طالبانو له لوري کلابندۍ وو او په دې موده کې يې په وږي نس له خپلو سنګرونو دفاع وکړه.
دغو سرتېرو وویل، چې په سختو حالاتو دنده اجرا کوي.
د افغان امنیتي ځواکونو سرتېري په داسې حال کې دغه څرکندونې کوي، چې یواځې د مارجې ولسوالۍ مرکز، د امنیې قوماندانۍ ودانۍ، د مارجې لېسه او د کمپ سیمه کې د عامه نظم کنډک ودانۍ؛ د ځواکونو په ولکه کې دي.

د کمپ په سیمه کې د مېشت کنډک سرتېري احمد او عبدالبصیر وايي، چې دوی سره د نویو تازه دمو سرتېرو د ورتګ ژمنه شوې، خو لا هم په درېیو کسانو شپه او ورځ په سړا هوا کې پیره کوي.
دوی د سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې له لوجیستکي ستونزو سره مخ دي او د حل په برخه کې یې ژمنې عملي شوي نه دي.
دغه سرتېري وايي، چې له ټولو ستونزه سره – سره بیا هم د خاورې او سنګر نه دفاع له پاره کلک هوډ لري.
له بل لوري د ولایتي شورا د امنیتي کمېټې مسول بشیر احمد شاکر هم ورته څه مني او وایي، که مرکزي حکومت د سیمې امنیت نه شي ساتلي؛ کم تر کم د خپلو امنیتي سرتېرو ژوند دې خوندي کړي.
په همدې اړه په هلمند کې د عامه نظم د ۸ لوا قوماندان سمونوال خلیل الرحمن جواد بیا وايي، چې د عامه نظم کنډک د کلابندۍ پر وخت سرتېري ستونزو سره مخ وو او د ځمکنیو ماینونو له کبله یې د امنیتي ځواکونو ملاتړ نه شي کولی.
دی زیاتوي، چې اوس یې د امنیتي ځواکونو ستونزې حل کړي دي.
د هلمند ولایت د بست ۵۰۵ زون قوماندان پاسوال عصمت الله دولتزی وویل، چې په مارجې کې د طالب اورپکو شمېر زیات نه دی او هغوی ته په کتو سره یې خپل پلانونه جوړ کړي دي.
ده وویل، چې ډېر ژر به حالت د خپل کنترول لاندې راولو.
د دغه ولایت امنیتي مسولین په مارجې ولسوالۍ کې امنیتي ستونزې حل بولي، خو د سیمې اوسېدونکي وايي، چې د ناامنیو له کبله زیات شمېر خلک له دغې ولسوالۍ نه کډه شوي دي.

د مارچې اوسېدونکي وايي، امنیتي سرتېري یواځې له خپلو سنګرونو او تاسیساتو دفاع کوي.
د سلام وطندار خبریال وايي، چې مارجې ولسوالۍ ته په سفر کې په لاره به د وسله والو طالبانو له خوا په نښه کېدل او ډزې به پرې کېدلی.





