یوناما: هلمند کې د طالبانو د برید په ځواب کې د پوځ راکېټونه د ملکي مرګ‌ژوبلې لامل شوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما ویلي چې د دغې ادارې لومړني بې‌پرې موندنې ښيي چې د طالبانو د بریدونو په ځواک کې د د ملي پوځ ځواکونو ځوابي راکېټونه د هلمند د سنګین ولسوالي په رازار کې د ملکي مرګ‌ژوبلې لامل شوي دي.

یوناما پرون په یوه ټویټ کې لیکلي چې څو باوري سرچینو دغې ادارې ته ویلي چې د ملي پوځ ځواکونو د طالبانو د بریدونو په ځواب کې لاکېټونه ویشتي چې د سنګین ولسوالي په بازار کې لګېدلي او له ملکیانو یې قرباني اخیستې ده.

پرون د سنګین ولسوالي په زاړه بازار کې د چاودېدونکو توکیو د یوه موټر چاودنې او توغول شویو راکېټونو ملکیانو ته مرګ‌ژوبله واړوله.

د هلمند د والي دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي و چې په یوه دودیزه مېله کې د طالبانو له لوري د ۴ راکېټونو د توغولو او د چاودېدونکو توکیو د یوه موټر چاودنې ۲۳ ملکیان وژلي او ۱۵ نور یې ټپیان کړي دي.

طالبانو ملي پوځ د یاد برید مسوول بللی و، خو د هلمند د والي دفتر په یاده خبرپاڼه کې د دولتي ځواکونو له لوري د راکېټونو توغول کېدو راپورونه رد کړي دي.

د هلمند د والي دفتر ویلي و چې طالبانو غوښتل د ملي پوځ پر دویمې لوا راکېټي برید وکړي، خو یاد راکېټونه د سنګین ولسوالي په بازار کې لګېدلي دي.

یوناما له ښکېلو لوریو غوښتي چې په ګڼه‌ګوڼه ځایونو کې جګړه ودروي؛ ځکه په وینا یې، دا ډول نښتې هر کال د زرګونو کسانو ژوند اخلي.

یوناما له دولت نه غوښتي چې د یادې پېښې د څېړلو لپاره یو خپلواک پلاوی وټاکي او یوناما به د حقیقتونو د ثابتولو لپاره له ټولو لوریو، قربانیانو او کورنیو سره همکاري وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام