د مشرانو جرګې یو شمېر غړي په کوچني اختر کې د ناامنیو د پېښو کموالی د پاکستان په مري کې له طالبانو سره د سولې خبرو د لومړۍ غونډې پایله ګڼي.
دوی وايي، چې د سولې د خبرو اترو دویمې غونډې له پاره په رسمي ډول هلې ځلې پیل شوي دي او په دغه برخه کې د ملا عمر د مثبت نظر څرګندول، د سولې د راتګ له پاره شین چراغ دی.
د مشرانو جرګې غړی نثار احمد حارث وايي، چې د سولې د خبرو اترو پاتې غونډې دې افغاني شي او ښه ګڼي، چې وروسته له دې د سولې خبرې اترې په افغانستان کې وشي.
حارث هیله لري، چې دواړه خواوې په دې پرېکړه وکړي، چې دغه خبرې اترې په افغانستان کې دننه پیل شي، چې دې ته اړتیا پېښه نه شي، چې پاکستان او چین موږ ته د خبرو اترو صلاح مشورې راکړي.
په ورته وخت کې د مشرانو جرګې بل غړی باقي بریال وايي، چې د سولې خبرو اترو ته هیله من دی او په کوچني اختر کې یې د دې خبرو اترو مثبته پایله هم ولیدله.
د ده په خبره، د ملا عمر د پیغام نه معلومه شوه، چې طالبان سولې ته لېوالتیا ښي؛ نو په کار ده، چې افغان دولت خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي او د افغان ولس د سولې ستر د راتګ ارمان پوره کړي
بل خوا د افغانستان د سولې عالي شورا هم مني، چې په پاکستان کې د سولې د خبرو اترو لومړي پړاو د ولس هیلې ډېرې کړي دي.
د سولې د عالي شورا ویاند مولوي شهزاده شاهد وايي، چې په پاکستان کې د سولې خبرو اترو لومړۍ غونډې پر افغانستان مستقیمه اغېزه درلوده او د تېرو اخترونو په پرتله په دې کوچني اختر کې د نا امنیو د پېښو کموالی د سولې د خبرو اترو د لومړۍ ناستې پایله ده.
شاهد زیاته کړه، سره له دې، چې دواړو خواوو په رسمي ډول د اوربند پرېکړه نه وه کړې، خو بیا هم د سولې لومړی پړاو داسې څرک ورکړ، چې ډېر ژر به افغان سوله یوې مثبتې پایلې ته ورسېږي.
ده دا ونه ویل، چې په راتلونکو دوو اونیو کې جوړېدونکې دویمه غونډه به په کوم ځای کې جوړيږي، خو څرګنده یې کړه، چې د سولې خبرو ته ادامه ورکوي او په راتلونکې غونډه کې به د یوې معلومې اجنډا پر اساس د دواړو خواوو د مخالفت پر عمده ټکو خبرې وکړي.
د طالبانو له درې کسیز پلاوي سره د افغان حکومت پلاوي د (جولای په ۷مه) د پاکستان په مري ښار کې په لومړي ځل رسمي خبرې اترې وکړې.
ویل شوي، چې په دې څلور ساعته خبرو کې د څارونکو په توګه د امریکا او چین استازو هم ګډون کړی و.
د سولې په خبرو کې د افغان حکومت پلاوي مشري د ننګرهار پخواني والي او د سولې عالي شورا غړي حاجي عزیزالله دین محمد کړې وه او د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستيال حکمت کرزی، فرهاد الله فرهاد، فېض الله ذکي، انجنیر عاصم او محمد ناطقي یې هم غړي وو.
د سولې په اړه په لومړۍ غونډه کې په مخامخ خبرو اترو کې د طالبانو له خوا د کوټې شورا، د جلال الدین حقاني شبکې او ملا منصور استازو ګډون کړی و.
د سولې د خبرو اترو په اړه په لومړۍ غونډه کې دواړه لوري پردې سلا شوې وې، چې د راتلونکې غونډې له پاره د خپلو غوښتنو نوملړ چمتو او یو بل ته یې وړاندې کړي.
اخوا د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال دولت وزیري نن سې شنبه (جولای ۲۱) د یوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل، چې د اختر په ورځو کې يواځې ۸ تنه د ملي اردو سرتېري وژل شوي، چې هغه هم په بېلابېلو ۷ پوځي عملياتو کې دوی ته دغه تلفات اووختي دي.
په دغه غونډه کې د کورنيو چارو وزارت ویاند صديق صديقي او د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستيال دولت وزیري د هېواد په بېلابېلو برخو د افغان امنيتي ځواکونو له بېلابېلو پوځي عملياتو په نتيجه کې د ځينو لاسته راوړنو خبر هم ورکړ.
دا په داسې حال کې ده، چې کله افغان مرکچيان له اسلام اباد څخه راغلل، نو په یوه خبري غونډه کې يې خبريالانو ته وویل، چې په دويمه ناسته کې به د اوربند په اړه پريکړه وشي.





