په فاریاب کې په طالبانو ۳۰ کلي په ۱۳سوو زرو افغانیو پلورل شوي

د فاریاب ولایت د ګرزیوان ولسوال ملافیض‌الله سلام وطندار ته وویل چې د ولسي پاڅونوالو ځېنو قوماندانو د ګرزیوان ولسوالۍ خواجه‌غار، یوخن، دره‌شاخ، تخاره، اب‌باریک او بهارک سټراټیژیکې نقطې په طالبانو پلورلې دي او خپله د مزارشریف ښار ته تللي. ده وویل چې د پاڅونوالو قوماندانانو دا ۳۰ کلي په ۱۳ سوو زرو افغانیو پلورلي دي.

د ګرزیوان ولسوال زیاته کړه چې یوازې د ولسوالۍ بازار ته نږدې کلي د دولت په ولکه کې دي.

د ملافیض‌الله په وینا، دې قوماندانانو له پخوا نه له طالبانو سره لاس لرلو او په هر ځای باندې د بريد پرمهال به یې هغوی ته زمینه برابروله.

ده له حکومته د مرستې غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه، که مرسته ور ونه رسېږي؛ پاتې کلي به هم د طالبانو ولکې ته ولوېږي.

په ورته وخت کې د فاریاب ولایتي شورا غړی صبغت‌الله سېلاب طالبانو ته د ګرزیوان ولسوالۍ د کلیو سپارل تایيدوي او دولت له ولسي پاڅونوالو سره په مرستو کولو تورنوي.

د ګرزیوان ولسوال دا هم وویل چې د ولسي پاڅوانوالو هر قوماندان له دولته د میاشتې ۱۵۰۰۰۰ افغانۍ معاش اخېستلو.

له‌دې سره هم‌مهاله د فاریاب د امنیې قوماندانۍ ویاند کریم یورش سلام وطندار ته وویل چې د سیاسي ګوندونو ترمنځ دوښمنۍ او د ولسي پاڅونوالو قوماندانو ترمنځ جنجالونه د دې لامل شوي چې ځېنې کلي سقوط وکړي.

ده په ټینګار سره وویل چې د ګرزیوان ۷۵ سلنه ولسوالي د دولت په ولکه کې ده.

د ګرزیوان ولسوال ملافیض‌الله څه موده مخکې ویلي وو چې د ولسي پاڅونوالو یو قوماندان د خپلو ۸۰ کسانو په ګډون د طالبانو له لیکو سره یوځای شوی‌دی.

وسله‌والو طالبانو تر دامهاله په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام