په بدخشان کې د داعش او طالب اتحاد

هغه ویډيويي کسټ، چې سلام وطندار ته په لاس راغلی په کې لیدل کيږي، چې د بدخشان په خستک دره کې د ملي اردو او پولیسو څخه د جنګ پر مهال د طالبانو لاس ته ورغلو رنجرو کې د طالبانو او داعش بیرغونه یوځای رپيږي.

خستک دره د طالبانو د سوق او ادارې مرکز دی او په دغه ویډيو کې لیدل کيږي، چې طالبان او داعش سره متحد شوي دي.

له بل لوري بیا د بدخشان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې يې د داعش ډلې ځينې نښې نښانې ليدلې دي.

د بدخشان والي فیصل بیګزاد سلام وطندار ته وویل، چې دغې ډلې پورې اړوند څو تنه پولیس او عام وګړي وژلي دي.

د بدخشان د والي په خبره، څو ورځې وړاندې د یو لړ نظامي عملیاتو له امله د دغې ډلې جلاد د شیخ نثار سره د کوف اب ولسوالۍ له پاره د داعش ډلې نومول شوی ولسوال وژل شوي دي.

بیګزاد وايي، چې اوسمهال داعش د بدخشان په ځينو ځایونو کې اعلاميې هم خپروي او په دغه ولایت کې د خپلو نظامي اډو د جوړولو په هڅه کې دي.

داسې اوازې هم خپرې شوې، چې د طالبانو او دغې ډلې ترمنځ د نښتې امکانات شته.

څو ورځې وړاندې د ملامنصور پلویان کوف اب ولسوالۍ ته د داعش ډلې سره د نښتې په نیت راغلي وو، خو د افغان امنیتي ځواکونو له خوا و ځپل شول.

له بل لوري د بدخشان امنیه قوماندان جنرال سخي اندرابي وايي، چې په یاد ولایت کې زیات بهرني تروریستان فعالیت کوي او دوی له داعش ډلې سره ورته والی لري.

اندرابي وايي، چې د دغه تروریستانو شمېر شاوخوا ۲۰۰ تنه دي.

د بدخشان ولایتي شورا غړی عبدالله ناجي نظري وايي، چې داعش ډلې د اختر په لومړۍ ورځ د یاد ولایت په خستک دره کې خپل بیرغونه پورته کړل.

هغه وايي، چې داعشیان له زیاتې مودې راهیسې په دغه ولایت کې د فعالیت کولو په لټه کې و.

په بدخشان کې د خستک دره د طالبانو د سوق او ادارې اډه ده او هغه عکسونه او ویډيوګانې، چې د طالبانو له خوا نشر شوي په هغه کې د داعش بیرق هم لیدل کيږي.

ولسي جرګه شمال کې د داعش فعالیت د اندیښنې وړ بولي

له بل لوري د ولسي جرګې یو شمیر وکیلانو په شمالي ولایتونو کې د داعش وسله والې ډلې پر فعالیتونو انديښنې څرګندې کړې.

دوی وویل، چې په دې وروستیو کې د هېواد په شمالي برخو په ځانګړي توګه بدخشان ولایت کې داعش ډلې سر راپورته کړی.

په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازی ذکریا سودا وویل، چې د کوچني اختر په لومړي ورځ د دغه ولایت په جرم ولسوالۍ کې له ۴۰۰ زیات داعش وسله وال ځای پرځای شوي.

بل خوا د کونړ د خلکو استازی صالح محمد صالح غونډې ته وویل، چې د کونړ چپې درې ولسوالۍ چې د نورستان له پارون او بدخشان سره ګډه پوله لري باید سر له اوسه یې امنیت ټيڼګ شي.

د ده پرخبره که د چپې درې ولسوالۍ لاره همداسې له پاکستان څخه د ترهګرو او داعش پرمخ خلاصه پاتې شي، نو امنیتي ځواکونو ته به سرخوږ پیدا کړي.

ذکریا سودا وویل، چې نن ورځ داعش خپل موجودیت اعلان کړی.

همدارنګه صالح وویل، چې داعش په ننګرهار، کونړ او نورستان ولایتونو کې هم شته.

په همدې اړه د ولسي جرګې رېیس عبدالروف ابراهیمي پر امنیتي چارواکو غږ وکړ، چې په ختیځ او شمالي ولایتونو کې د د اعش فعالیت مخنیوي له پاره جدي اقدام وکړي.

ابراهیمي د وسله والو طالبانو ترڅنګ داعش نوی لوی امنیتي ګواښ وباله.

شا وخوا یو نیم کال وړاندې داعش وسله والې ډلې په ننګرهار ولایت کې سر راپورته کړ، چې دغې ډلې وروسته خپل فعالیتونه، کونړ، نورستان او اوس دادی بدخشان ولایتونو ته وغځولو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام