ملګري ملتونه په خپل يوه تازه څېړنيز راپور کې ويلي، چې په افغانستان کې د ۲۰۱۵م ز کال په لومړۍ نيمايي کې ملکي تلفات د تېر ۲۰۱۴ م ز کال د همدې مودې په پرتله زیات وو.
په راپور کې دا هم ويل شوي، چې د شخړو له امله زيات زيان ښځو او ماشومانو ته اوښتى.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې د تېر کال په پرتله د ښځو تلفات ٢٣ سلنه او د ماشومانو تلفات ١٣ سلنه زيات شوي دي.
دغه سازمان په خپل کلني راپور کې ليکلي، چې
په دې موده کې ٤٩٢١ تنه ملکيان وژل شول، ١٥٩٢ تنه ټپيان شوي دي.
پورته شمېره د تېر زيږدیز کال د همدې مودې په پرتله يوفيصد زياتوالى ښيي.
په پلازمېنه کابل کې د یاد سازمان سیاسي دفتر یا یوناما وسله وال طالبان او نور دولت ضد ځواکونه د ٧٠ فيصده ملکي تلفاتو مسؤل ګڼي.
د راپور له مخې دولت پلوه ځواکونه، ملي اردو او سيمه ييزې ملېشې د ١٥ سلنو ملکي تلفاتو مسؤل ګڼل شوي.
یاده دې وي، چې د افغانستان د ملي اردو ځواکونه یواځې یو فيصد د ملکي تلفاتو مسؤل بلل شوي.
هېره دې نه وي، چې وسله والو طالبانو بیا ویلي، چې د دوی جنګيالي یواځې د يو پر درېيمه برخه د ملکي تلفاتو مسؤلیت منلی شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د منشي ځانګړي استازي نيکولاس هیسم ویلي، چې د تېر کال په پرتله په ټولیزه توګه د طالبانو بريدونه ۳ سلنه کم شوي دي.
د معلوماتو له مخې ۱۵۹۲ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۳۳۲۹ تنه ټپیان دي.
په افغانستان د یوناما د بشري حقونو مشر دانیال بیل وايي، چې په روان کال کې د جنګ زیات قربانیان ښځې او ماشومان دي.
د روان کال په لومړۍ نيمايي کې ۵۵۹ ښځې او ۱۲۷۰ تنه ماشومان وژل شوي دي.
د تلفاتو ۱۵ په سلو عامل بهرني ځواکونه بلل شوي دي.
د ملګرو ملتونو سازمان وايي، چې طالبان ۱۰۷ فیره درنو وسلو عمدي مسؤلیت منلي دي.
یوناما د وسله والو طالبانو څخه په جدي ډول غوښتنه کړې، چې باید د ملکي تلفاتو په برخه کې باید توجه وکړي او د عوامو څخه د نړېوالو اصولو مطابق تعریف وکړي.
له بل لوري د ملي دفاع او کورنيو چارو په وزارتونو ویاندويانو هم د یوناما دغه راپور نه ردوي او وايي، چې دغه بنسټونه باید په افغانستان د سولې راوستو له پاره کار وکړي.
د دغو وزارتونو وياندویان زیاتوي، چې که مخالف وسله وال د سولې له پروسې سره يوځای نه شي، نو وبه وژل شي.
یاده دې وي، چې افغان لوړ پوړي پوځي چارواکي د هېواد ټولو ځواکونو ته امر کړی، چې پر هېواد هر ډول بريد ته په زغرده ځواب ووايي.





