.jpg)
د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ هغه شمېر ملي پولیس، چې له وسله والو طالبانو سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې پراته دي د پوستو، لازمو امکاناتو او سرپناه له نه شتوالي شکایت کوي.
سرتېرو دا پوستې شاوخوا ۱۰ میاشتې مخکې له وسله والو طالبانو نیولي او وايي، چې د سختې جګړې له مله د پوستو ودانۍ او پناه ځاینونه یې ویجاړ شوي دي.
دغو سرتېرو له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې د ژمي دې سړې هوا کې په کمو امکاناتو له خېمو د پوستو په ډول کار اخلي.
دوی خبرداری ورکوي، چې که حکومت دغې ستونزې ته پاملرنه ونه کړي؛ ښايي یو شمېر سرتېري د سختې یخنۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي.
.jpg)
د ذبیح الله او جمعه خان په نومونو دوه سرتېري وايي، چې طالبان له دې فرصت نه، په استفادې پر دوی بریدونه کوي او زیاتوي، دومره سرپنا نه لري، چې له ګولیو ځانونه خوندي کړي.
سرتېري وايي، د مرکزي بغلان ولسوالۍ امنیې قوماندان په شخصي لګښت ورته خېمې پېرودلي او دوی ترې پوستې تیارې کړي دي.
دوی له حکومته د معیاري پوستو او دویجاړو شویو پوستو بیارغول غواړي.
په ورته وخت کې د مرکزي بغلان ولسوالۍ امنیه قوماندان محب الله پر امنیتي چارواکو نیوکه کوي او وايي، څو وارې یې د پوستو بیارغولو او امنیتي سرتېرو ته د مناسبو ودانیو جوړلو غوښتنه کړې ده.
محب الله وايي، چې تراوسه په دې برخه کې هېڅ اقدام نه دی شوی.





