امنيتي ځواکونو د غور مرغاب ولسوالۍ طالبانو ته پرېښوده

د غور يو شمېر دولتي سرچينې د نوم د نه خپراوي په شرط سلام‌وطندار ته وايي چې تېره ورځ ماښام د غور مرغاب ولسوالۍ نه ټول امنيتي ځواکونه ووتل او دولت‌يار ولسوالۍ ته لاړل.

د يادو سرچينو په وينا، امنيتي ځواکونو د وتلو پرېکړه وروسته له هغه وکړه کله چې د مرغاب اوسېدونکيو اعتراض وکړ.

د مرغاب ولسوالۍ اوسېدونکيو څو ورځې وړاندې د ناامنيو د ډېرېدو له کبله اعتراض وکړ او له امنيتي ځواکونو او طالبانو يې وغوښتل چې ياده ولسوالۍ خوشې کړي. دوی په يوه پرېکړه ليک کې وويل چې د يادې ولسوالۍ امنيت دوی خپله ساتي.

د غور د ولايتي شورا غړی حمیدالله متحد وايي چې طالبانو ته د يادې ولسوالۍ خوشې کولو کې يو امنيتي ارګان لاس لري؛ خو د ارګان د نوم په اړه يې څه ونه ويل.

د نوموړي په وينا، څه موده وړاندې د ياد امنيتي ارګان استازی سمک سيمې ته تللی او د سيمې اوسېدونکي يې د امنيتي ځواکونو پر ضد راپورته کړل ترڅو امنيتي ځواکونه له يادې ولسوالۍ ووځي.

د غور د امنيې قومندانۍ وياند عبدالمعروف رامش دا ادعا ردوي او وايي چې ټول امنيتي ځواکونه مرغاب ولسوالۍ کې حضور لري.

د يادولو ده چې شاوخوا يوه مياشت وړاندې مرغاب ولسوالۍ طالبانو نيولې وه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام