یو سیمه ییز قومندان د خپلو ۱۳ تنو په ګډون له طالبانو سره یوځای شو

د فاریاب ولایت د پشتونکوټ ولسوالۍ سیمه ییز چارواکي وايي، چې په دغه ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو یو قومندان د خپلو ۱۳ په ګډون له طالبانو سره یو ځای شو.

د پشتونکوټ ولسوالۍ ځایناستی ولسوال عبدلقدیر قادري سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې تېره ورځ د (جولای په ۷مه) د رسول قومندان په نامه د سیمه ییزو پولیسو یو قومندان، چې د (مرشکار) او (خواجه زیارتګا) په نامه سیمو کې د پوستو مسول و؛ له خپلو ۱۳ کسانو سره له طالبانو سره یو ځای شو.

د قادري په وینا، تر اوسه له طالبانو سره د دغه قومندان د یوځای کېدلو انګېزه او علت نه دی معلوم.

دغه سیمه ییز پولیس په داسې حال کې له طالبانو سره یوځای کېږي، چې دوه میاشتې وړاندې هم د محمد اسحاق په نامه د پاڅونوالو یو قومندان له خپلو ۱۱ ملګرو سره له طالبانوس سره په دې علت یوځای شوی و، چې په خپل وخت ورته پوځي مهمات نه وو رسېدلي.

په فاریاب کې په دې وروستیو ورځو کې امنیتي حالت تر نورو وختونو خراب شوی دی، په راپورونو کې ویل کېږي، چې اوس هم د فاریاب ولایت د پښتونکوټ او قیصار ولسوالیو په ډېرو سیمو کې امنیتي ځواکونه له طالبانو سره په نښتو بوخت دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام