
د غور ولایت د والي مرستیال محمد امین توخی چې د لویې څارنوالۍ له خوا ممنوع الخروج اعلان شوی و؛ د ولسمشر په حکم د دغه ولایت د سرپرسټ والي په توګه وګومارل شو.
د دغه ولایت څارنوالۍ محمد امین توخي هغه وخت ممنوع الخروج اعلان کړ، چې د څارنوالۍ له خوا نوموړی په بډو اخیستلو، د ملي بودیجې څخه د ناسمې ګټې اخیستلو او په وظیفوي ناغیړیو تورن کړ.
د غور والي ویاند عبدالحی خطیبي سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې توخی د دغه ولایت د سرپرست والي په توګه کومارل شوی دی.
خو په ورته وخت کې د غور پخوانۍ والڼې سیماجوینده وايي، چې دې استعفا نه ده ورکړې.

مېرمن جویندې وویل، چې د قانون پلي کولو او د زورواکو د محاکمه کولو له امله دغه ولایت څخه تبدیله شوې ده.
نوموړې وايي، چې محمد امین توخی، د والي د فتر رییس غلام محمد پيمان، د امنیې قومندانۍ د تدارکاتو مسول تاج محمد تلاش او د غور ولایت مستوفي محمد یوسف هغه څلور کسان دي، چې په څلورو پروژو کې ۱۱۷ میلیونه ډالر بډې اخیستي دي.
مېرمن جوینده وايي، چې تېره اونۍ د غور له ولایت څخه ګوښه او د کابل والي مرستیاله وټاکل شوه.
دې زیاته کړه، چې نوموړې دغه دنده ونه منله.
د غور ولایت لسګونو اوسېدونکو د تېرې شنبې په ورځ اعتراض وکړ او بېرته یې د والي د ګومارنې غوښتنه کوله.





