نن د ګهیځ ۹ بجې
د فیض اباد او تخار ولایتونو ښاریانو د امنیتي ځواکونو په ملاتړ مظاهرې وکړې او د طالبانو خلاف یې شعارونه ور کړل.
ویل کیږي، چې طالبانو د وردوج ولسوالۍ له نیولو وروسته د ولسي خلکو په ځورونې لاس پورې کړی دی او پر دولتي مرکزونو یې یرغل کړی دی.
د پنجشنبې شپې ۹ بجې
وردوج ولسوالي طالبانو نیولې ده
د وردوج ولسوال دولت محمد خاور وايي، چې دغه ولسوالي طالبانو لاسته ورغلې ده.
خاور نن ګهیځ د (اکټوبر په ۲مه) سلام وطندار ته وویل، دغه ولسوالي تېر ماښام د وسله والو طالبانو لاسته ورغله.
د ده په خبره، شاوخوا ۱۰۰۰ تنو چچني، ازبکستاني، پاکستاني، ایغور، تاجکستاني او د حکومت کورنیو مخالفینو پر دغې ولسوالۍ برید وکړ، چې د حکومت دفاعيي کمر بند یې مات او ولسوالۍ یې لاسته ورغله.
نوموړی وايي، چې وسله والو طالبانو د دغه ولایت په بهارک ولسوالي هم برید کړی دی او تر اوسه د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته روانه ده.
د وردوج ولسوال وویل، بهارک ولسوالي په بدخشان کې د سیمه ییزو پولیسو د سوق او ادارې مرکز دی.
په ورته وخت کې د تخارو د والي ویاند سنت الله تیمور پر خواجه غار ولسوالۍ د طالبانو بیاځلي برید خبر ورکوي.
نوموړی وايي، چې طالبان د لوی ډله ییز برید پلان لري او اوسمهال له دشت ارچي ولسوالۍ څخه د دغې ولسوالۍ پولې ته د جګړې له پاره تجهیزات لیږد وي.
تیمور وايي، چې وسله وال طالبان په دغه برید کې د امنيتي ځواکونو او په ځانګړې توګه د جهادي قومندانانو له سخت مقاومت سره مخ شوي دي.
دا خبر په داسې حال کې ورکول کیږي، چې تېره ورځ سیمه ییزو مسولینو له ۱۳ ساعتونو درنې جګړې وروسته دغه ولسوالي د طالبانو له ولکې خلاصه کړه.
په خواجه غار ولسوالي کې د جګړې یوه قومندان نجیب فرخاري وايي، چې طالبانو ته یې درانه زیانونه اړولي دي او د کندوز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ پورې یې تعقیب کړي دي.
دغې ډلې د تلې میاشتې له پېل څخه لومړی په کندوز ولایت یرغلییز بریدونه پېل کړل او د کندوز ښار تر نیولو وروسته یې د بغلان او تخار ولایتونو ځېنو ولسوالیو په لور حرکت وکړ.
په ورته وخت کې د افغان امنیتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول او تر واک لاندې سیمې یې له کنترول څخه ووتلې.





