ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې د کلیو د پراختیا او ملي مشورتي شوراګانو پنځم ملي کنفرانس کې د اوبو پر مدیرت ټنیګار وکړ.
ولسمشر غني نن ( یک شنبه) دخبرو پرمهال وویل، په افغانستان کې له پراخې پانګه ونې سره ـ سره بیاهم هغه ځمکې چې باید په ۱۴ کلونه کې کرل شوې وی، شاړې پاتې دي.
ښاغلی غني زیاته کړه، چې د افغانستان د اوبو، ځمکې او کانونو څخه مناسبه ګټه نه ده اخیستل شوې، نو ځکه خلک په بېوزلۍ کې ژوند کوي.
په دې مشورتي غونډه کې د ځمکې، اوبو او ویالو غصب ستونزه وبلل شوه او ولسمشر غني د کلیو د پراختیا وزارت څخه وغوښتل، چې دغه موضوع روښانه او غور پرې وکړي.
په همدې اړه ولسمشر وویل، په ۴ کلونو کې به افغانستان په ټولو کلیو کې یوشان خدامات خلکوته وړاندې کړي او وروسته پاتې ولایتونو ته به د ملي پیوستون د پروګرامونو په لومړیتوب کې ځای ورکړي.
دغه راز، جوړې شوې غونډې ته د کرنې او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر وویل، چې د کر نې او مالدارۍ په برخه کې ځانګړې بستې لري؛ پر وینا یې بزګرانو ته به اړین کرنیز توکي د کلیوالو شوراګانو له خوا ورکول شي.
په غونډه کې د حکومت اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، حکومت د خپلو پروګرامو په پلي کولو کې د خلکو مرستې ته اړتیا لري او له ولس نه یې غوښتنه وکړه، چې د امنیت په ټینګښت کې له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.
جوړې شوې غونډې ته د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رییس غلام جیلاني پوپل د حکومت له مشرانو وغوښتل، چې سیمه ییزې حکومتدارۍ ته لومړیتوب ورکړي.
پوپل وویل، چې اوسمهال په ټولو کلیو او بانډو کې ۳۵ زره کلیوالې پراختیايي شوراګانې فعالې دي.
د افغانستان په اړه ویل کيږي، یو کرنیز هېواد ګڼل کيږي، خو دم ګړۍ زیاتې ځمکې یې د اوبو د نه مدیریت له امله همداسې شاړې پرتې دي او همدا لامل دی، په ډېرو وړو خوراکي توکو کې هم افغانستان بهرني صادراتو ته اړ پاتې شوی دی.





