د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، چې ټاکل شوې ده د افغانستان ۲۳ کلنه فوټبال ملي لوبډله د برازیل په کوربتوب ۲۰۱۶ کال المپیک سیالیو له پاره په ټاکنیزو سیالیو کې برخه واخلي.
د فوټبال فدراسیون له لوري په خپره شوې خبرپاڼه لیکل شوي، چې افغان لوبډلې د خپلو روزونکو حسین صالح او الیاس منوچهر تر روزنې لاندې خپل رسمي تمرینات پېل کړل.
خبرپاڼه کاږي، چې د راتلونکي کال نړېوالو المپیک سیالیو لپاره به ټاکنیزې اسیایي د روان کال مارچ میاشتې له ۲۳ مې نېټې څخه د ایران په کوربتوب ترسره شي.
په دې ټاکنیزو سیالیو کې به افغانستان په (سي) ګروپ کې له ایران، فلسطین، نیپال او سعودي عربستان سره لوبې ترسره کړي.
د دې سیالیو موخه د برازیل په کوربتوب د ۲۰۱۶ کال المپیک سیالیو ته د غوره فوټبال لوبډلې ټاکل دي.
دیادونې وړ ده، چې د افغانستان ۲۳کلنې فوټبال ملي لوبډلې د وروستي ځل لپاره د ۲۰۱۴ کال اسیایي المپیک سیالۍ ولوبولې، چې پکې یادې لوبډلې ښې پایلې نه لرلې.
د برازیل په کوربتوب المپیک سیالیو ته د ټاکنیزو پړاو لوبې د نړۍ په بېلا بېلو وچو کې ترسره کیږي، چې ورته د اسیا لويې وچې د ۴۳ هېوادونو ۲۳ کلنې فوټبال ملي لوبډلې په نهه جلا جلا ګروپونو کې لوبیږي.
د هر ګروپ دوه مخکې لوبډلې به د ۲۰۱۶ کال په جنورۍ میاشت کې د قطر په کوربتوب المپیک سیالیو ته د لارې موندنې په موخه په وروستي پړاو ټاکنیزو سیالیو کې لوبېدو ته غوره کړای شي.





