
د لوګر ولایت د مرکز پلعلم په ګډون د یو شمېر ولسوالیو اوسېدونکي له وسلهوالو طالبانو غواړې چې د افغان ځواکونو پر وړاندې روان بریدونه ودروي او له امریکا سره د شوې هوکړې له مخې، له افغان ځواکونو سره سوله او دایمي اوربند وکړي.
دوی وايي، په هېواد کې روانه جګړه د هېچا په ګټه نه ده او ژرترژره دې د بندیانو پر خلاصېدو او تبادلې خبرې وشي، څو بینالافغاني خبرو ته لاره هواره شي.
د لوګر ولایت یو قومي مشر سیدفرهاد اکبري وايي، د روان کال په لومړۍ میاشت کې د دغه ولایت لسکونه بېګناه انسانان وژل شوي او دغه لړۍ لاهم روانه ده.
اکبري له طالبانو غواړي چې د سولې لپاره خپل مرکچي پلاوی اعلان او ژرترژره له افغان حکومت سره بینالافغاني خبرې اترې پیل کړي، څو په هېواد کې روانه جکړه ختمه او سراسري سوله وشي.
همداراز د لوګر ولایت د خوښي ولسوالي یو بل قومې مشر شېرحسین وايي، په هېواد کې روانې جګړې ډېرو عامو او بېګناه افغانانو ته مرګژوبله اړولې ده.
هغه زیاته کړه، په روانه جکړه کې یې د خپل کور څلور غړي له لاسه ورکړي او اوس نه یوازې د څلورو کورنیو سرپرستي ورپاتې ده، بلکې له ګڼو اقتصادي ستونزو هم سره لاس او ګرېوان دی.
نوموړی له وسلهوالو طالبانو او افغان حکومت نه غواړي چې د اسلامي شریعت پر بنسټ د دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځکړتوب روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي او ژرترژره د بینالافغاني خبرې اترې پیل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ په دغه ولایت کې د وسلهوالو په بریدونو کې اته پولیس او دوه ملکيان وژل شوي دي.





