د کابينې پنځوو نوماند وزيرانو ولسي جرګې ته خپل پلانونه تشریح کړل

د ولسي جرګې غړو ته د کابينې پاتې ۵ نور وزيران هم خپل کاري پروګرامونه او پلانونه تشريح کړل.

نن دوشنبه ( ۲۰۱۵ م زېږديز/ اپریل ۱۳) د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ته نوماند همایون رسا، د اوبو او انرژۍ نوماند علي احمد عثماني، مخابراتو او ټکنالوژۍ ته نوماند عبدالرازق وحیدي، کرنې او مالدارۍ ته نوماند اسدلله ضمیراو اقتصاد وزارت ته نوماند عبدالستار مراد د باور رایو اخیستلو له پاره خپل کاري پروګرامونه  ولسي جرګې ته وړاندې کړل.

د ولسي جرګې دویم مرستيال عرفان الله عرفان په وينا، څلور یا پنځه نور نوماند وزیران به هم په روانه اونۍ کې ولسي جرګې ته خپلو پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړي.

عبدالستار مراد اقتصاد وزارت ته نوماند وزیر د خپل کاري پروګرام د وړاندې کولو په ترڅ کې وویل، د اقتصاد وزارت د تېرو کلونو لاسته راوړنې د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو له پاره بسنه نه کوي.

مراد زیاته کړه، د کورنیو عواېدو د کچې ټیتوالی په اقتصادي برخه کې یو له جدي خنډونو بلل کيږي.

نوموړي د ولسي جرګې غړو ته وویل، که مس عینک او د حاجي ګک د اوسپنې کان، چې نړۍ کې ساری نه لري د کرومایتو او نورو قيمتي فلزاتو کانونه په سمه توګه مدیریت شي نورو ته د لاس غځولو اړتیا نه لرو.

د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت ته نوماند عبدالرزاق د کاري پروګرامونو د وړاندې کولو پر مهال وویل، ټکنالوژي ۷سلنه د هېواد عواید تامینوي او ۸۰ سلنه هېواد یې تر پوښښ لاندې دی.

دی وايي، په پلان کې لري، چې دغه عواېد ۵۰ سلنو ته لوړ کړي.

همدارنګه د اوبو او انرژۍ وزارت ته نوماند وزیر علي احمد عثماني د خپلو کاري پروګرامونو د وړاندې کولو په ترڅ کې وویل، د هېواد ۶۷سلنه اوبه بې له دې، چې ګټه ترې واخیستل شي ګاونډیو هېوادونو ته ځي.

ده زياته کړ، د دغو اوبو د کابو کولو له پاره پلان طرحه کوي او د افغانستان د اقتصادي پرمختګ له پاره به اقتصادي پرمختیايي بانک جوړوي.

دې وايي، د انرژۍ د سرچینو پېژندنه، مدیریت او د ماسټر پلان بیا کتنه او اصلاح به يې د کاري پلانونو په لومړیتوب کې یې ځای ولري.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ته نوماند همایون رسا د خپلو کاري پروګرامونو په ترڅ کې زیاته کړه، د افغانستان جوړ شوی تولید نښه (براند) به کېفیت لرونکي نړېوال برانډ په توګه معرفي او همدارنګه د لارجوردو لارې ته به ځانګړې پاملرنه وکړي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ته نوماند وزیر اسدالله ضمیري وویل، په هېواد کې د اوبو خور له پاره منظم پلان جوړ او پلې کړي.

دی په پلان کې لري، چې د هېواد په ۵ زونونو کې به زراعتي پارک جوړ کړي.

ضمیري زیاته کړه، د ۱۰ کلونو له پاره د کرنې د پراختیا له پاره اساسي تګ لاره جوړه او د بزګرانو له پاره به لوړې بیې لرونکې نباتات او بڼونه را منځته کړي.

د ويلو ده، د دفاع وزارت لپاره، چې له خورا مهمو پوستونو څخه دی تراوسه نوماند وزير نه دی پېژندل شوی.

يوه اوونۍ وړاندې ارکانحرب ډګر جنرال افضل لودين د ملي دفاع وزارت له پاره نوماند شوی و، چې د ولسمشر غني او اجرايوي مشر عبدالله ترمنځ د سختو اختلافاتو له امله د خپلې نوماندې تېر شو. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام