«پر طالبانو د امریکايي ځواکونو هوايي بریدونه ګټور دي»

د هرات، فراه، بادغېس، غور او بغلان یو شمېر اوسېدونکي وایي، پر طالبانو د امریکا متحدو ایالتونو په مشرۍ د غوځ ملاتړ ځواکونو وروستي بریدونه ګټور دي او دوی یې هرکلی کوي.

د دوی په وینا، د ترهګرو د مرکزونو او پټن‌ځایونو د له منځه وړلو برخه کې د بهرنیو ځواکونو رول د ستاینې دی او په‌دې برخه کې یې یادې ډلې له پښو غورځولې دي.

د غور او بغلان اوسېدونکیو شا‌محمد شهاب او احمدجاوېد له سلام‌وطندار سره په مرکه کې له یادو بریدونو خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې له کبله یې طالبانو ته ډېره مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

په همدې حال کې د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي هم په هېواد کې د امنیت ټینګښت او د افغان ځواکونو د ظرفیت لوړونې برخه کې د امریکايي ځواکونو هڅې اغېزناکه ګڼي او وايي، د ناټو ځواکونو ملاتړ لامل شوی چې افغان ځواکونه په مسلکي توګه تر پخوا ډېر پوځي عملیات وکړي.

د نوموړي په وینا، طالبانو په روان کال کې د دغه ولایت د پسابند او چهارسدې ولسوالۍ کلابند کړې وې او پر چهارسدې یې د برید پلان هم درلود، خو غوڅ ملاتړ یې پر وړاندې عملیات وکړل چې اغېزناک وو او دغه راز افغان هوايي ځواکونو هلته خوراکي توکي او تجهیزات هم ورسول.

د فراه د ولایتي شورا غړی شامحمد نعمتي هم وايي چې په دغه ولایت کې د امریکايي ځواکونو موجودیت او پر طالبانو یې کړي بریدونه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د مورال لوړولو لامل شوي دي.

نوموړی د هوايي ځواکونو ترڅنګ، پر ځمکنیو هغو هم ټینګار کوي او وايي، د دولت تر واک لاندې سیمې دې پراخې کړي او دغه راز دې پر هغو سیمو هوايي بریدونه وکړي چې د وسله‌والو طالبانو په لاس کې دي.

بله‌خوا د باغېس د ولایتي شورا غړی عبدالله افضلي په‌دغه ولایت کې امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ بولي او هوايي بریدونه د ډاډمن امنیت راوستو برخه کې جدي اړتیا ګڼي چې په وینا یې باید له افغان ځواکونو سره په همغږۍ وشي.

د نوموړي په وینا، د بادغېس په جوند ولسوالي کې د هوايي بریدونو او عملیاتو پرمهال د طالبانو د یوه زندان ماتولو ترڅنګ، هغوی ته درنه مرګ‌ژوبله واوښته او دغه راز یو شمېر وسله‌وال ونیول شول.

 د لوېدیځو ولایتونو اوسېدونکي، د ولایتي شورا غړي او چارواکي د طالبانو د ځپلو او د هغوی د ترهګریزو ځالو له منځه وړلو برخه کې د امریکا په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ځواکونو د هوايي بریدونو پر دوام ټینګار کوي او وايي، که همداسې دوام وکړي، نه یوازې د طالبانو ځالې به له منځه یوسي، بلکې له افغان ځواکونو سره به هم لازمه همکاري وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام