په سیمه او افغانستان کې د داعش یا اسلامي دولت په نوم ډلې خپلې هڅې ګړندۍ کړي، چې د دوی کړنې طالبان او ایران هم اندېښمن کړي دي.
د قطر د غیر رسمي ناستې وروسته د طالبانو په استازیتوب طیب آغا ایران ته په یو درې ورځيني سفر تللی، چې له ایراني چارواکو سره د داعش پرمخنیوي او د هغوی خطرونو دواړه لوري ځان ګوښه وساتي.
د سیاسي چارو شنونکی وحید مژده وایي، چې په افغانستان کې د داعش له ډلې طالبان سخته انديښنه لري، ځکه پر وینا یې دوی په دې ویره کې دي، چې افغانستان د مذهبي جګړې په ډ ګر بدل نه شي او داعش ډله مشروعیت پېدا نه کړي.
مژده وویل، چې ایران هم په خپلو پولو کې له یوشمېر عربي هېوادونو سره د داعش په مسله کې اخته دی او غواړي د ختیځ لور یانې افغانستان څخه د داعش خطر نه لا له وړاندې مخه ونیسي.
د کتونکو په باور له دې وړاندې طالب استازو له ایراني چاروکو سره دوې ځلې ګډې ناستې کړې، خو داځل یې د موخو لوري روښانه ؤ.
دغه راز، د وفاق ملي په نوم د یوې سیاسي ډلې مشر بسم الله شیر بیا وایې، چې ایران هڅه کوي د طالبانو په واسطه افغانستان کې د امریکا له شتونه مخنيوي وکړي.
بسم الله شېر زیاتوي، طالبان هم داسې غوښتنې نه لري، چې د افغانستان د ولس د ټولو غوښتونوسره اړخ ولګوي.
د نوموړي په وينا، په افغانستان کې د امریکا سقوط د ایران یو له غوښتنو څخه دي او هڅه کوي، چې خپلې ګټې په افغانستان کې خوندي کړي.
بل خوا د افغانستان د خلاصون د لارې د عالي شورا مشر اکبر آغا ایران ته د طالب استازي سفر ګټور بولي، ځکه پر وینا یې ایران له پاکستان سره ګاونډی هېواد دی او کولای شي، چې د افغانستان په روغه جوړه کې کار وکړي.
خو اکبر آغا وایې، د داعش ډلې سره دغه د طالب پلاوي طیب آغا سفر کوم تړاو نه لري.
نوموړي داهم وویل، چې طالب استازي کولای شي په خپلواکه توګه هر هېواد ته سفرونه وکړي او د خپلو ستونزو هواري په موخه له مقابل لوري مرسته او همکاري وغواړي.
هغه سلام وطندار ته وویل، که ایران په دې فکر کې وي، چې په راتلونکي کې به طالبان له داعش ډلې سره يوځای کيږي او د ایران له پاره به لوی ګواښ جوړوي دا ناممکنه خبره ده.
خو د ولسي جرګې غړی غلام فاروق مجروح ایران ته د طالب استازي پر سفر نیوکه کوي او وایې، چې ایران نه باید طالب استازي په رسمي بلنه ورغوښتي وی.
مجروح زیاتوي، هیڅ هېواد حق نه لري، چې طالبان د افغان حکومت له بې خبرې پرته ور وغواړي او مخامخ خبرې ورسره وکړي.
ایران ته د طالبانو استازي اود قطر د سیاسي دفتر مشر محمد طیب اغا سفر په اړه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، طیب اغا د ایراني چارواکو سره د افغانستان د اوسني وضعیت، اسلامې نړۍ او په ایران کې د میشت افغان ګډوالو په اړه خبرې کړې دي.
خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویانده مرضیه افخم وايي، چې د طالبانو په نامه هیڅوک ایران ته نه دي ورغلي.
د دې په خبره:"هر هغه چا چې دغه ډول راپورونه خپاره کړي، له هغوی به پوښتنه وشي."
د یادونې وړ ده، چې دغه سفر د هغو عادي سفرونو یوه برخه ده چې دا سلامي امارت پلاوی یې وخت په وخت د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته د دوه اړخیزو موضوعاتو څیړلو، اړیکو پراخوالي او ټينګښت په موخه کوي.





