د بامیانو په ولایت کې د انټرنیټ کارونکي وايي له انټرنیټي اسانتياو ګټه اخیستل د دوی ډېر څېړنیز او زده کړیز کارونه اسانه کړي دي.
د انټرنېت يوه کارونکې نفيسه نوري سلام وطندار ته وویل، له انټرنیټ څخه په ګټنې يې په پوهنتون کې خپل زيات پخواني نيمګړي درسونه بشپړ کړي.
دا وايي، په باميان ولایت کې د څو نټ کافيانو له پرانستلو څخه خوشحاله ده او د نوموړې په وينا دغه چاره به د ټولنيز پوهاوي په برخه کې ګټور تمام شي.
سید اسحق آګاه، چې د طبیعي علومو له پوهنځي څخه فارغ دی وايي، د کارموندنې له پاره له انټرنیټ څخه کار اخلي.
نوموړي زياته کړه، چې اوسمهال دغه اسانتياوي دوی له زياتو سرګردانيو ژغورلي دي.
ده وویل؛ " که زه ټوله ورځ د کارموندې لپاره دفتر په د فتر وګرځم ټول وخت مې ضایع کیږي" د نوموړي په وينا له انټرنیټ څخه په کار اخیستنې اوس کولای شي، چې په لږ وخت کې بېلابېل کاري فرصتونه ولټوي.
خو په دغه ولایت کې بیا ځينې کاروونکي د انټرنيټ له کم سرعت څخه شکايت کوي او وايي، که حکومت خپل د نوري فاېبر پروژه پلې کړي، نو دغې ستونزې ته به د پای ټکی کېښودل شي.
د ياد ولایت د مخابراتو مشر عزیزالله حميدي سلام وطندار ته وویل، چې همدا اوس ۲۵ سلنه د بامیانو اوسېدونکي له انټرنیټ څخه کار اخلي.
په دې ولایت کې درې مخابراتي کمپنۍ فعالیت لري او د ( 3G ) په ډول خپل فعاليتونه وړاندې کوي.
حمیدي بیا د انټرنیټ له چټکتیا څخه خوښ دی او زیاتوي، چې د هوا په ګرمېدو سره د انټرنیټ د شبکې د پروژې کار به بيا پېل شي او د دې پروژې پېل به د رسنیز پوهاوي په برخه کې رغنده رول ولري.
دی همدا ډول زیاتوي، چې لارو کې نا امني په ځانګړي توګه د غوربند په دره کې د دې لامل شوې، چې د نوري فاېبر کېبل غزولو مخه دې ولایت ته ډب کړي.
په بامیان کې د یوې نټ کافي مسول سهراب علي کریمي سلام وطندرا ته وویل، چې دوی د انټرنیټ د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې له ستلایت څخه استفاده کوي.
هره ورځ له ۱۰۰ تر ۱۵۰ کسان د انټرنیټ سټلایټي خدمتونو څخه کار اخلي.
په ياد ولایت کې د برښنا لګښت او د برښنا پرېکېدل د نټ کافیو لپاره ستونزې پېدا کړې دي.
کریمي له دې سره سره له موجوده حالاتو څخه خوخښ ښکاري او وايي، چې هره ورځ د مراجعینو شمېر کې یې زیاتوالی راځي او ډېری مراجعین یې محصلان دي.
همدا اوس په دې ولایت کې څلور نېټ کافيانې فعالیت کوي او د انټرنیټ ډېری کارونکي محصلان، د دولتي ادارې مامورین او د موسساتو کورني او بهرني کارکوونکي دي.
ليدل کيږي، چې په تېرو ۱۳ کلونو کې د نورو سکټورونو په پرتله د مخابراتو سکټور په افغانستان کې ښه وده کړې، چې کولای شو د ټېلفونونو له لارې د انټرنټ څخه ګټه اخیستنه يې ښه بېلګه وړاندې کړو.





