وسله والو طالبانو په پکتيا کې لسګونه ولسي وګړي برمته کړي

د پکتيا ځايي چارواکي وايي، چې نن شنبه سهار  ۶ او ۱۰ بجو ترمنځ وسله والو طالبانو د دغه ولایت په سېد کرم ولسوالۍ کې په لسګونه مسافر برمته کړي.

د پکتيا د ولايتي شورا منشي محمد رحمان قادري سلام وطندار ته وويل، چې د سېد کرم ولسوالۍ د بډم په سيمه کې طالبانو شاوخوا څلور ساعته لار بنده کړې وه، چې نږدې ۳۰ موټر يې له مسافرو ډک له ځانونه سره بيولي دي.

د پکتيا امنيتي چارواکي پېښه تايدوي او وايي، چې وسله والو يو شمېر مسافر له ځانونو سره بيولي دي.

د پکتيا امنيه قومندان پاسوال زلمي اوريا خېل سلام وطندار ته وويل، په دغو مسافرو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، خو د شمېر په اړه يي څه ونه ويل.

اورياخيل وايي، د مسافرو د خلاصون له پاره امنيتي ځواکونه سيمې ته رسيدلي.

د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد سلام وطندار ته ويلي، چې د دغو کسانو له ډلې به یواځې ۱۹ دولتي کسان برمته کړي.

نوموړي زياته کړې، تر اوسه يې ۸ کسان پېژندلي، چې په دولت کې دندې لري او په وينا يې د پاتې کسانو د چاڼولو له پاره هڅې روانې دي.

پټه دې پاتې نه وي، چې څو مياشتې وړاندې په همدې سيمه کې وسله والو طالبانو د څمکنيو ولسوال په ډزو وواژه.

سېد کرم ولسوالۍ د پکتيا له نسبتاً باامنه ولسواليو په ډله کې شمېرل کيږي، خو په لرو پرتو سيمو کې يې وسله والې ډلې فعالې دي او په غرونو کې پټنځایونه لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام