د سرپل ۱۷ یرغمل شوي مسافران د طالبانو له ولکې خلاص شول

د سرپل ولایت امنیتي مسوولان د ۱۷ یرغمل شویو مسافرانو د خوشې کېدلو خبر ورکوي، وايي، چې دا مسافران د قومي مشرانو په منځګړيتوب او واسطه د طالبانو له منګولو راخلاص شوي دي.

د سرپل ټول ۲۵ مسافران چې دوه روځې مخکې (چهارشنبې) د دې ولایت د بلخاب ولسوالۍ په ده مرده سیمه کې طالبانو تښتولي وو؛ راخوشې شول.

تېره چهارشنبې طالبانو یو فلانکوچ ډوله موټر چې ۲۵ تنه مسافران په کې وو، له ځان سره یووړ او څه وخت وروسته یې ترې د ۴ ښځو او ۲ ماشومانو په ګډون ۸ تنه راخوشې کړل؛ خو پاتې ۱۷ تنه یې تر نن ورځې له ځان سره یرغمل کړي وو. دا مسافران ټول ملکي وګړي او اکثره یې د سیمې بزګران وو.

د سرپل د امنیې قوماندانۍ ویاند علي اکبر اندرابي له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې یرغمل شوي مسافران یو هم نه دی ځورول شوی او پر سر یې هېڅ ډول معامله نه ده شوې.

طالبانو تېره اونۍ هم د کابل – تخار په لویه لاره د کندوز په شینې تپه سیمه کې ۱۷۵ تنه مسافران یرغمل کړي وو. له دې مسافرانو نه ډېر راخوشې شول؛ خو له ډلې یې ۱۲ تنه مړه شول او ۸ تنه تر اوسه نامعلوم دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام