ظاهر قدیر: راتلونکې دوشنبې ته به امنیتي مسولین استجواب کړو

د ولسي جرګې وکیلان وایې له تېرې څه مودې راهېسې د هېواد په کچه پر لویو لارو ناامنیو زور اخېستی او وسله وال مخالفان په رڼا ورځ له موټرو مسافر راښکته کوي.

د ولسي جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې ځینو وکیلانو وویل، د دغو ناامنیو پراخېدا د عامو خلکو اندېښنې لاپسې ډېرې کړې دي.

د وکیلانو په وینا په لویو لارو کې وسله وال مخالفان مسافر لوټوي، تښتوي او ان وژني یې.

د دې جرګې غړې نظیفې ذکي وویل، چې د هېواد ټولې لویې لارې په ځانګړې توګه د هرات – کابل لویه لاره ډېره ناامنه شوې.

ذکي د ولسي جرګې پر رییس غږ وکړ، چې د امنیتي ځواکونو مسولان دې ولسي جرګې ته را وغواړي، د دې پوښتنې ځواب دې راکړي، چې ولې یې د سلګونو امنیتي ځواکونو په موجودیت کې د لويې لارې امنیت نه شي نیولی؟

شا وخوا درې اونۍ وړاندې ناڅرګندو وسله والو د کندهار پر لویه لاره د زابل په شاه جوی ولسوالۍ کې ۳۱ هزاره مسافر له بسه ښکته کړي، چې تراوسه یې برخلیک معلوم نه دی.

دغه راز، تېره ورځ ( ۲۰۱۵م زيږديز کال د مارچ په ۱۵مه) د ناپېژاندو وسله والو له لوري بیا هم په غزني کې ۹ تنه مسافر له موټر ښکته کړل شول، چې ۸ یې په هماغه ورځ خوشې او یو یې اوس هم د وسله والو سره په بند کې دی.

په همدې حال کې د ولسي جرګې بل غړی حاجي محمد هاشم هم د لویو لارو ناامنه کېدو څخه اندېښنه وښوده او زیاته یې کړه، چې د هېواد په شمال کې هم لویې لارې ناامنه شوې دي.

نوموړي تور ولګاوه، چې د لویو لارو په ناامنه کولو کې ځینې دولتي کسان هم لاس لري.

د ولسي جرګې لومړي نایب حاجي عبدالظاهر قدیر چی د نننۍ عمومي غونډې مشري یې کوله وویل، پر لویو لارو د ناامنیو د ډېرېدو په اړه به د راتلونکې اونۍ د دوشنبې په ورځ امنیتي مسولین د پوښتنو ځوابولو لپاره را وغواړي.

دا لومړی ځل نه دی، چې ولسي جرګه د هېواد د امنیتي وضعیت او په ځانګړي ډول د لویو لارو د ناامنه کېدو په اړه اندېښنه ښيي، بلکې تردې وړاندې یې هم د ناامنیو په تړاو امنیتي چارواکي، عمومي او د کمېسیون غونډو ته ورغوښتي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام