
بېګا شاوخوا ۷ او ۱۰ دقیقې د کابل ښار په نهمه ناحیه کې یوه مېلمستون ته نږدې زوروره چاودنه وشوه.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وايي، یاده چاودنه د موټربم په وسیله د ګرین وېلېج کمپ ته څېرمه شوې چې له کبله یې ۴ کسان وژل شوي او ۱۱۳ نور ټپیان دي چې په ټپیانو کې ۲۳ ماشومان او ۱۲ هم ښځې دي.
د ښاغلي مایار په وینا، د پېښې ټول قربانیان ملکي وګړي دي چې ډېری کسان د کورونو ماتو ښيښو له امله ټپیان شوي چې ځینې یې له لومړنۍ درملنې وروسته کورونو ته لېږل شوي دي.
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي هم وايي چې د چاودنې ټول قربانیان ملکیان دي.
د رحیمي په وینا، د پېښې څرنګوالي په اړه یې پلټنې پیل کړي او هغو کسانو ته به سزا ورکړل شي چې په دنده کې یې غفلت کړی وي.
ولسمشر محمداشرف غني د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه برید غندلی او د ملکي وګړیو په نښه کول یې د انسانیت او اسلامیت خلاف عمل بللی دی.

ولسمشر غني دغه راز امنیتي ادارو ته امر کړی چې د پېښې څرنګوالي په اړه پوره پلټنې وکړي.
بلهخوا ناټو هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره یاد برید غندلی او د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي کړې ده.
په اعلامیه کې لیکل شوي چې طالبان باید د خپلو خلکو پر وړاندې تاوتریخوالی پرېږدي او د سولې خبرو اترو مېز ته حاضر شي.
پهدې اعلامیه کې زیاته شوې چې ناټو د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او په هېواد کې د سولې فضا رامنځته کولو برخه کې د افغان حکومت او امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي.
وسلهوالو طالبانو د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی او ویلي یې دي چې د معتصم لوګري په نوم د دې ډلې یوه غړي کړی دی.





