د لوګر د ازرې ولسوالۍ سیمه ییز چارواکي وایې، له تېرو دوو ورځو راهیسې د دغه ولایت د ازرې ولسوالۍ په امنیتي پوستو د طالبانو له لورې سخت بریدونه شوي.
د دوی په وینا، د پرلپسې بریدونو په ترڅ کې تېره شپه درې امنیتي پوستي د طالبانو لاس ته ورغلي دي.
د لوګر او میدان وردګو د ملي اردو د څلورمې پلي لوا قومندان برید جنرال عبدالرازق ساپي سلام وطندار ته وویل، چې وسله والو په ازره کې درې امنیتي پوستې نیولې دي.
جنرال ساپی وايي، چې نیول شوي پوستې طالبانو سوځولي او یو شمېر جنګي توکي هم له ځان سره وړي دي.
نوموړی وایي، چې په ازرې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې پراخ تصفیوي عملیات پيل شوي او ډېر ژر به دغه ولسوالي د وسله والو له شتونه پاکه کړي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ازره د لوګر لرې پرته سرحدي ولسوالي ده، چې له تېرو څوارلسو کلونو راهیسې د همدې ولسوالۍ په واسطه لویه لاره له مرکز پل علم سره تړل شوې او ماشت مخکې نوي حکومت د دغي ولسوالۍ د لويې لارې د پرانېستلو او پخولو لپاره هڅې پیل کړي دي.





