.jpg)
د بغلان ولایت د والي ویاند محمود حقمل له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې تېره شپه (یکشنبه) وسله والو د دې ولایت د کانونو ریاست د ډبرو سکرو شپږ تنه کارکوونکي تښتولي دي.
خو د سمنټو د غوري شرکت او د بغلان د کانونو رییس محمد معروف سروري له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې تښتول شوي کارکوونکي ۱۵ تنه دي.
ویل کېږي، چې د بغلان ولایت د کانونو د ډبرو سکرو د ریاست مرستیال نورالدین ضیايي هم په دې تښتول شویو کسانو کې شامل دی؛ خو تر اوسه سیمه ییزو مسوولانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
د حقمل په باور، هغو وسله والو کسانو، چې دا کارکوونکي یې تښتولي، حزب اسلامي پورې اړه لري.
خو تر اوسه په بغلان کې د حزب اسلامي ډلې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د والي ویاند وايي، چې د دې کسانو د راخوشې کولو په پار هڅې روانې دي.




