
ولسمشر محمداشرف غني وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړهلیک تر لاسلیکېدو وروسته شاوخوا لس زره امنیتي او دفاعي ځواکونو ته مرګژوبله اوښتې ده.
نوموړي چې نن په کابل کې د لوړپوړو چارواکو (سام) غونډه کې خبرې کولې وویل، د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي دوام ښيي چې دې ډلې پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.
د ولسمشر په وینا، طالبانو د روان کال په فبروري میاشت کې له امریکا سره د سولې هوکړهلیک لاسلیک کړ، خو دې ډلې د همدې کال تر جولای میاشتې پورې ۱۰ زره او ۷۰۸ سرتېرو ته مرګژوبله اړولې ده.
ولسمشر غني پر طالبانو غږ وکړ چې جګړه ودروي او اوربند ته غاړه کېږدي. ولسمشر لوی اختر د اوربند لپاره یو ښه فرصت وباله او ټینګار یې وکړ چې طالبان باید د سولې بینالافغاني خبرې اترې هم ژر پیل کړي.
ولسمشر زیاته کړه، تر اوسه داسې نښې نښانې نشته چې طالبانو دې له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره خپرې اړیکې پرې کړې وي.
بلهخوا طالب ډلې په یوه خبرپاڼه کې د لوی اختر د دې ورځو پر مهال د اوربند اعلان وکړ.
طالب ډلې خپلو جنګیالیو ته لارښوونه کړې چې په یاده موده کې پر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو بریدونه ودروي، خو ټینګار یې کړی چې دواړه لوري به د یو او بل تر واک لاندې سیمو ته له ورتګ نه ډډه کوي.
د مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د طالبانو له لوري د اوربند د اعلان هرکلی کړی او له دې ډلې یې غوښتي، څومره ژر چې کېدای شي، بینالافغاني خبرواترو ته دې حاضر شي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي دوام د دولت او نړیوالو له لوري د سولې پروسې د بریا پر وړاندې ستر خنډ بلل شوی او له دې ډلې یې غوښتي چې ژرترژره تاوتریخوالی کم او بینالافغاني خبرواترو ته حاضر شي.





