د طالبانو په لیکو او رهبرۍ کې د رکود نښې

د ملاعمر مړینې وښودله، چې طالب رهبرانو په دغو وروستیو کلونو کې خپل عادي جنګیالي وغولول.

طالب جنګیالي چې نالوستي کلیوال او د دیني مدرسو شاګردان دي، تر څو ورځوو وړاندې پورې په دې بار وو، چې ملا عمر ژوندی دی؛ له ده سره یې بیعت کړی او د ملا په فرمان جګړه کوي.

د طالبانو پلويو ملایانو به د پاکستان په مدرسو او د هېواد په سوېل لرو پرتو کلیو کې تنکي ځوانان به یې له ناخبره نړۍ څخه را ټولول او له دوی سره به یې د ملا عمر په نوم بیعت کاوه؛ دغه پردي زامن به یې د جګړې ډګر ته لیږل.

طالبانو په خپلو تبلیغاتي پیغامونو کې په پرلپسې توګه ویلي، چې د امیر له بیعت نه پرته جګړه د قبول وړ نه ده.

دوی دغه خبره مقابل لورته کوله او مقدسې جکړې لومړی شرط یې باله.

د طالبانو رهبرانو به د ملاعمر په نوم په پاکستان کې د دیني مدرسو او د هېواد په سويل کې د لرو پرتو کلیو تنکي ځوانان خپلو لیکو ته جذب او مسلخ ته به یې لیږل.

په ۱۳۷۳ م کال د حمل په میاشت کې د دیوبند یو شمېر علمانو په کندهار کې ملاعمر ته د امیرالمؤمنین لقب ورکړل، نو له همدې کبله د پاکستان د دیوبند شاګردانو د امارت فقهي مشروعیت ته اعتبار ورکاو.

اوس دا ثابته شوه، چې ملاعمر ژوندی نه دی او دوه کاله کیږي، چې مړ شوی دی.

د طالبانو د کوېټې شورا عادي طالب جنګیالو ته دوکه ورکوله او بې له شکه د ملاعمر د مړینې خبر د طالبانو په لیکو کې درځ رامنځته کړی.

اوسمهال عادي طالب جنګیالي په دې پوه شول، چې د کوېټې شورا او پاکستان له دوی نه د یوې وسیلې په توګه ګټه پورته کوله.

ګومان کیږي، چې د طالبانو د لیکو عادي جنګالي به له دوی نه جلا او له ابوبکر البغدادي سره به بیعت وکړي.

ابوبکر البغدادي ځان خلیفه اعلان کړی، ډېر بنیادګرا ځوانان ورته لیواله دي، چې له ده څخه بیعت وکړي.

دا به د کوېټې رهبرۍ شورا مشرانو ته ډېره سخته وي، چې دوی خپلو جنګیالیو ته د ملاعمر د مړینې د خبر پټ ساتلو توجیه وکړي.

د ملاعمر د مړینې څرنګوالی هم د پوښتنې وړ دی.

د افغانستان استخبارتي اداره وايي، چې د ملاعمر په مرموز ډول وژل شوی.

دا څرګنده نه ده، چې د پاکستان استخباراتي ادارې له امریکایانو نه د باج اخیستنې له پاره وژلی او که په طبیعي توګه مړ شوی دی.

ښايي، چې دغه راز د وخت په تېرېدو سره څرګنده شي، خو په دې کې بدلون نه راځي، چې د طالبانو رهبرانو د دوی عادي جنګیالیو ته دروغ ویلي و او دوی له مړي نه بیعت کاوه.

د کوېټې شورا د غړو ترمنځ د درځونو پراخېدل هم د ملاعمر د مړینې خبر لامل دی.

د کوېټې شورا غړو به د ملاعمر د مړینې خبر ادعاوي رد کولې او په دې سره به یې د سازمان دننه د مخالفانو مخه نیوله.

خو له دې وروسته په سازمان کې دننه دغه سیالۍ نه پټیږي او نور به د امیر د فرمانونو پر وړاندې بیعت نه کیږي.

راپورنه وايي، چې طالبانو اوس په دوو ډلو ویشل شوي دي، یو ډله یې د ملااختر محمد منصور او بله ډله یې د ملاعمر مشر زوی مولوی محمد یعقوب پلوي دي.

له بل لوري ناتائید شوي راپورونه وايي، کله چې ملاعمر ژوندی وو، نو په خپله يې  ملا عبدالغني برادر وليعهد ټاکلی و.

ملا برادر مخکې د پاکستان کراچۍ ښار په یو زندان کې بندي و، خو اوس د پاکستان د څارګرۍ ادارې له خوا په پېښور کې د امن په یو کور کې ساتل کیږي.

د طالب رهبرانو خپل منځي سیالۍ ممکن په قبیلوي جګړې واوړي.

ویل کیږي، چې ملامنصور په قوم اسحاقزی دی او خپل ټبري یې د طالبانو په لیکو کې پياوړي کړي دي، ذاکر قیوم، ملا نجیب، ملا محمد یعقوب او د طالبانو نور رهبران له نورو قبیلو سره تړاو لري، که د دوی دغه سیالي دوام وکړي؛ د دوی ترمنځ ته قبیلوي جګړه پيل شي.

که چېرې د طالبانو د رهبرانو ترمنځ دغه سیالي په نظامي اخوډب بدله شي، نو ډېر ژر به داعش ته د دې زمينه برابره شي، چې په ناامنو سیمو کې خپلو لیکو ته ځوانان جذب کړي.

د کابل او کوېټې شورا ترمنځ د سولې خبرو اترو برخلیک هم نامعلوم دی، هغه چې پاکستان ورته زمينه برابره کړې وه.

د سولې دویم پړاو خبرې د ملاعمر د مړینې خبر او د کوېټې شورا د غړیو ترمنځ د سیالۍ او اختلاف له امله پيل نه شوې.

دا څرګنده نه ده، چې دا خبرې به  دوام وکړي او که د طالبانو د خپل منځي اختلاف قرباني شي.

دا معلومه ده، که د کابل حکومت له ملامنصور سره سوله وکړي، نو د سازمان دننه مخالف غړي به د سولې دغه هوکړه و نه مني.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام