جنګ؛ له شېرزادو او خوږیاڼو ۳زره کورنۍ بې‌ځایه شوې‌

له تېرې شنبې راهیسې د ننګرهار په شېرزادو او خوږیانو ولسوالیو کې د دوو حکومت ضد ډلو، داعش او طالبانو تر منځ د سیمو د نیولو پر سر جګړې روانې دي چې شاوخوا ۳زره کورنۍ یې له خپلو مېنو بې‌ځايه کړي‌دي.

له‌دې دوو ولسوالیو بې‌ځایه شوي کډوال د خوږیاڼو امن سیمو، سره‌رود او جلال‌اباد ښار ته کډه شوي‌دي.

دا جګړې د شېرزادو او خوږیاڼو په نکړخېلو، ګندمک، زاوه، وتیسار، مرکي‌خېلو او نورو سیمو کې روانې دي.

بې‌ځایه شوي کډوال وايي، له شېرزادو او خوږیاڼیو د ولسي خلکو د بې‌ځایه کېدنې لړۍ اوس هم روانه ده؛ خو تر اوسه ورسره لومړنۍ مرستې هم نه‌دي شوي.

د شېرزادو له مرکي‌خېلو بې‌ځایه شوي کډوال ـ چې اوس یې په سره‌رود ولسوالۍ په نيمه‌ودانې جونګړې کې اړولي ـ وايي، له سختو ستونزو سره مخ دي.

د ننګرهار چارواکي وايي، له تېرو څوو ورځو راهیسې شېرزادو ولسوالۍ کې د داعش او طالبانو ترمنځ جګړې روانې دي چې له امله یې زرګونه کورنیو خپلې مېنې پرېښي دي.

د ننګرهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو رییس نجیب‌الله قیومي سلام وطندار ته وویل، د شېرزادو او خوږیاڼو له مرکي‌خېلو، نکړخېلو، ګندمک، وتیسار او نورو سیمو راکډه شوي نږدې ۳زره کورنۍ یې ثبت کړي چې ژر به ورسره د مرستو لړۍ هم پیل کړي.

ښاغلی قیومي وايي، له شېرزادو او خوږیانو د ولسي خلکو د بې‌ځایه کېدنې لړۍ اوس هم روانه ده چې کره شمېرې به یې وروسته رسنیزې کړي.

د ننګرهار چارواکي دې نښتو کې دواړو ډلو ته د مرګ‌ژوبلې اوښتو خبره کوي؛ خو کره شمېر يې نه دی په ډاګه کړی.

هاخوا ۲۰۱سېلاب قول‌اردو له لوري رسنیو ته لېږلې خبرپاڼه کې راغلي، د شېرزادو په نکړخېلو، ګندمک، وتیسار او ورڅېرمه سیمو کې د داعش او طالبانو تر منځ نښتې روانې دي چې تر اوسه په‌کې ۹ طالبان وژل شوي‌دي.

خبرپاڼه کې د داعش ډلې مرګژوبلې په اړه څه نه‌دي لیکل شوي.

تر اوسه داعش او طالبانو په‌دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.

ورته مهال له شمالي فاریابه رارسېدلې خبرونه وايي چې د دې ولایت په دولت‌اباد ولسوالۍ کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د دوو اوونیو اوږدو نښتو له امله شاوخوا ۴سوه کورنۍ بې‌ځایه شوې‌دي.

د دولت‌اباد اوسېدونکی احسان‌الله سلام وطندار ته وايي، د بې‌ځایه‌شویو حالت ښه نه‌دی؛ خو تراوسه ورته حکومت هېڅ پام نه‌دی کړی.

د فاریاب د دولت‌اباد ولسوال عبدالرازق کاکړ وايي، دوې اوونۍ کېږي چې هره ورځ د سهار له ۶ بیا د شپې تر ۱۰بجو د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې روانې وي؛ خو امنیتي ځواکونه د طالبانو بریدونه شا ته تمبوي.

دی وايي، دغو جګړو کې دواړو لوریو ته مرګژوبله اوښتې؛ خو وايي، د طالبانو تلفات زیات دي.

ولسوال وايي، د دغو نښتو له امله شاوخوا ۴سوه کورنۍ لېرو کلیو ته بې‌ځایه شوې‌دي.

عیني حال کې د فاریاب د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو رییس، رحیم ویلي، تازه له سفره راستون شوی او په‌دې اړه هېڅ معلومات نه لري.

چارواکي وايي، د فاریاب د دولت‌اباد ولسوالۍ په جګړو کې دواړو لوریو ته مرګژوبله اوښتې؛ خو د طالبانو تلفات له ۳۰ اوړي.

دا داسې مهال ده چې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په خپل تازه رپوټ کې ویلي، د وړم کال په پرتله تېر کال هېواد کې د ملکي‌وګړیو مرګژوبله کې ډېروالی راغلی.

دغه رپوټ کې راغلي، یوازې تېر کال ټول هېواد کې د جګړو او شخړو له امله څه باندې ۳زره مکليان وژل شوي او نږدې ۹ زره نور ټپيان شوي‌.

ورته مطالب:

د طالب او داعش نښتې ۳زره زده‌کوونکي له زده‌کړو بې‌برخې کړي

کونړ؛ د طالبانو او داعش جګړې ۲۵۰۰ کورنۍ بې‌ځایه کړي

کونړ کې د داعش او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام