ناټو د دغه سازمان له دفاع وزیرانو سره په افغانستان کې پر خپل حضور غږېږي

د ناټو سرمنشي ینس‌ سټولټنبرګ وايي، په افغانستان کې د خپل حضور په اړه به د دغه سازمان د غړیو هېوادونو له دفاع وزیرانو سره خبرې وکړي.

د نوموړي په وینا، ناټو په افغانستان کې خپل حضور ته ژمنه ده؛ ځکه په وینا یې، دا د سولې هڅو د ملاتړ لپاره تر ټولو غوره لاره ده.

د ناټو په خبرپاڼه کې لیکل شوي: «موږ د پام وړ پرمختګونه کړي. کله چې پر بین‌الافغاني خبرواترو بحث کېږي، په دې مانا چې په دغه هېواد کې تلپاتې سوله راشي او د افغانستان د کړکېچ پای ته رسېدو لپاره یوه سوله‌ييزه لاره پیدا شي.»

سټولټنبرګ د عراق د امنیتي او محلي ځواکونو روزنه او د هغوی ظرفیت لوړونه، دغه هېواد ته د داعش ډلې د بیا راتګ د مخنیوي لپاره تر ټولو غوره لاره ده او په وینا یې، په تړاو به یې د ناټو د غړیو هېوادونو له دفاع وزیرانو سره خبرې وکړي.

هغه زیاته کړې، اروپايي اتحادیه او ناټو په افغانستان او عراق کې نږدې همکاري لري او په عراق کې یې د هڅو پر ډېرېدو هم کار روان دی.

نوموړي د بلاروس کړکېچ ته په اشارې ویلي، یاد کړکېچ چې زموږ له پولو سره په ډېرېدو دی، له نږدې یې څاري او د بلاروس خلک حق لري چې خپل راتلونکی برخلیک خپله وټاکي.

د بلاروس د جمهوري رياست له ټاکنو وروسته چې الکساندر لوکاشنکوف يې کټونکی اعلان شو، په دې هېواد کې اګسټ مياشت کې لاريونونه وشول. لاريون‌وال وايي، ټاکنو کې درغلۍ شوي او د ټاکنو اصلي ګټونکی خانو تیخانو فسکایا دی.

د ناټو سرمنشي د ختیځې مدیترانې د وضعیت په اړه هم اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې ترکیه او یونان دواړه د ناټو متحدان دي او اړتیا ده چې د مدیترانې په ختیځه برخه کې د وضعیت د کنټرول لپاره د نړیوالو متحدانو له روحیې او قوانینو سره سم یوه لاره وموندل شي.

هغه ټینګار کړی چې ناټو له انقرې او اتن سره په اړیکه کې ده او دغه سازمان یې د خبرواترو له لارې د مدیترانې په ختیځه برخه کې د رامنځته شوي وضعیت د کنټرول لپاره په یوه ښه بستر بدل کړی دی.

نوموړی وايي، شاوخوا دوه اوونۍ وړاندېیې له ولسمشر غني او عبدالله عبدالله سره په ټیلیفوني خبرو کې یې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د ناټو د مبارزې د دوام ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې د سولې پروسې د ملاتړ لپاره به خپل حضور هم تنظیم کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام