عبدالله: د راتلونکو ټاکنو چارې به په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د نویو کمشنرانو له خوا پيل شي

د ولسي جرګې راتلونکې ټاکنې به په ټاکنیزو کمیسیونونو کې د نویو کمشنرانو له خوا ترسره کېږي.

د حکومت اجراییه رییس عبدالله تېره ورځ (پنج شنبه) ماښام په یوې خبري غونډه کې وویل، چې ټاکنیز سمون یوه جدي اړتیا ده او د اصلاحاتو پرته بله لار نشته.

عبدالله زیاته کړه، چې د راتلونکو ټاکنو چارې به په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د نویو کمشنرانو له خوا پر مخ یوړل شي.

ده وویل، چې نور د افغانستان خلک د تېرو ترخو تجربو د بیا تکرار زغم نه لري او د رڼو ټاکنو له بنسټه پرته بله لار نه لرو.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر یوسف نورستاني اعلان وکړ، چې ملي شورا د دواړو جرګو له خوا د ټاکنیزو اصلاحاتو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان رد شوی او نور د ټاکنیز نظام د سمون  کمېسیون او د غوراوي کمېټه مشروعیت نه لري.

افغانستان په ۱۳۹۳ زېږدیز کال کې تر ټولو لانجمنې ټاکنې درلودې.

سره له دې چې  د ټاکنو په برخه کې د سمون  راوستل د ملي یوالي حکومت  د جوړېدو اصلي او بنسټیزه ماده یادېږي؛ چې د ولسمشر محمداشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ په سیاسي هوکړه لیک کې راغلې ده.

خو ملي شورا په تېره اونۍ د دواړو ټاکنیزو کمېسیونونو د دندو او واکونو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان رد کړ.

د ولسي جرګې غړو وویل، چې په هېواد کې د ټاکنو قانون شته او بل قانون ته اړتیا نشته.

دغه راز عبدالله وویل، چې ایران ته یې سفر له لاس ته راوړنو ډک و او زیاته یې کړه، چې په دغه سفر کې له ایراني چارواکو سره د ګډو امنیتي ستونزو، د کډوالو د ستونزو د حل او د سوداګری په  برخو کې خبرې کړي دي او ایراني لورې هم د همکاریو ژمنه وکړه.

دی وايي، چې د افغانستان او ایران د همکاریو له پاره ایراني چاراواکو هوکړه وکړه، چې د دواړو هېوادونو له لورې یو ګډ کمېسیون جوړ شي او په سیاسي، اقتصادي، له ترهګرۍ سره د مبارزې او نشه یي توکو پر ضد پر ګډې همکارۍ کار وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام