په شمال کې د طاهر یولداش زوی سلګونه ازبکستاني کورنۍ ځای پر ځای کړي

د ازبکستان اسلامي تحریک پخواني مشر طاهر یولداش زوی، چې یوه اوونۍ مخکې د داعش لیکو منظمولو له پاره جوزجان ولایته ورغلی و؛ خو اوس یې له ۶۵۰ زیاتې ازبکستاني او پاکستاني کورنۍ د سرپل، فاریاب او جوزجان ولایتونو سره په پوله ځای پر ځای کړي دي.

دغه کورنۍ د فاریاب ګرزیوان او بلچراغ، د سرپل صیاد او د جوزجان ولایتونو په درزاب او قوش تپه ولسوالیو کې ځای پر ځای شوي دي.

د جوزجان ولایت امنیې قوماندان رحمت الله ترکستاني د مطلب په تایید سره سلام وطندار ته وویل، چې له مودو راهیسې د طاهر یولداش زوی د داعش لیکو منظمولو او دې ډلې ته د طالبانو په ورتګ کار کوي.

دی وايي، امنیتي ځواکونه یوازې امر ته په تمه دي، چې دغه ډله وځپي.

له بل لوري د درزاب ولسوال رحمت الله حشر هم په دې ولسوالۍ کې د د سلګونو ازبکستاني او پاکستاني کورنیو ځای پر ځای کول مني او وايي، د طاهر یولداش زوی پلوي هڅه کوي، چې وسله وال طالبان د داعش لیکو ته ورجلب کړي.

د حشر پر خبره، دام الله نادرالملک د ازبکستان اسلامي تحریک له کلیدي قوماندانو دی، چې د فاریاب ولایت کوهستان ولسوالۍ په لولاش سیمه کې داعش لیکو ته د طالبانو په جلبولو بوخت دی.

دی وايي، چې نادرالملک طالب وسله والو ته خبرداری ورکړی؛ که داعش ډلې سره یوځای نه شي نابود به شي.

بل لور ته د سرپل او جوزجان ولایتونو اوسېدونکي وايي، که حکومت ژر تر ژره په دې اړه اقدام ونه کړي، طالبان به له داعش ډلې سره یوځای شي او دغه ولسوالۍ او ولایتونه به د حکومت له واکه ووځي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام