په بغلان کې لسګونو ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو اعتصاب کړی

د بغلان ولایتي روغتون لسګونو ډاګترانو او روغتیايي کار کوونکو نن (پنج شنبه) د پولیسو او سیمه ییزو زور واکو د ځورونو له امله کاري اعتصاب کړی دی.

دغه اعتراض کوونکي شکایت کوي، چې پولیس او وسله وال زور واکي روغتون ته د ټپيان د راوړلو په وخت کې ډاکټرانو ته ګوښ کوي او وايي، که ټپي یې مړ شو معالج ډاکټر او روغتیايي کارمند به یې ووژني.

دوی وايي، له دې مخکې څو ځلې امنیتي ځواکونو ډاکټران او روغتیايي کارکوونکي وهلي دي او کله یې چې دغه موضوع له سیمه ییزو چارواکو سره شریکه کړې یوازې یې د بښنې غوښتنه کړې.

دغه ډاکټران د کاري خوندیتوب غوښتنه کوي او له امنیتي مسوولینو غواړي، چې د زور واکو او امنیتي مسوولینو د ناسم چلند مخه ونیسي.

د بغلان ولایت د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر امیرګل حسن خېل د پولیسو له خوا د ځینو ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو وهل مني او وايي، په تېر وخت یې هم دغه ډول پېښې په جدي ډول تعقیب کړي او عاملینو ته یې سزا ورکړې ده.

د ده په خبره، د بغلان پولیس د خلکو په خدمت کې دي او د ډاکټرانو د امنیت خوندیتوب د دوی په کاري لومړیتوبونو کې دی.

د بغلان ولایت روغتيايي کارکوونکي او ډاکټران هغه وخت کاري اعتصاب وکړ، چې د ګذرګاه نور ولسوالۍ یو ډاکټر د پولیسو خلکو ووهل شو او ټپي شو.

دوی وايي که امنیت یې خوندي نه شي، ټول روغتیايي مرکزونه به وتړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام