
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان ځانګړي استازي محمود صیقل ويلي، د هغو هېوادونو او اشخاصو په اړه یوه داسې طرحه جوړوي او ملګرو ملتونو ته یې وړاندې کوي، چې د ترهګریزو ډلو مالي ملاتړ کوي.
د چارو شنونکي د ښاغلي محمود صیقل د دې وړاندیز او طرحې هرکلی کوي او وايي، چې افغانستان په دې اړه ډېر شواهد او مدارک لري.
د سیاسي چارو کارپوه فاروق بشر سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، نړیوالو ته معلومه ده، چې افغان دولت داسې شواهد لري، چې افغانستان ته رالېږل کېدونکي ترهګر د پاکستان له خوا روزل کېږي.
د ده پر وینا، په دې اړه په ملي او نړیواله کچه لاسوندونه او خپرې شوې لیکنې هم شته، چې افغانستان ته د رالېږل کېدونکیو اصلي سرچینې په پاکستان کې دي او د دغو اسنادو ښه بېلګه په پاکستان کې د څو مدرسو تړل دي.
ده وویل، داسې ډېر شواهد او مدارک شته، چې افغان چارواکي یې د ثبوت له پاره وړاندې کولی شي.
په ورته وخت کې د افغانستان د حقوق پوهانو د ټولنې مشر ډاکټر پروېز علیشنګی هم په دې باور دی، چې ملګرو ملتونو ته د افغانستان دا شکایت کولی شي عملي بڼه ولري او دا هم شونې ده، چې ملګري ملتونه به په دې اړه جدي پرېکړه وکړي، علیشنکی زیاتوي، که ملګري ملتونه په دې اړه غوڅه پرېکړه و هم نه کړي؛ بیا هم پر شکایت شوي باندې فشار واردېدلی شي او په خپلو پالیسو کې بدلون راولي.
د ده پر وینا، د ملګرو ملتونو په کنوانسیون کې راغلي، یو هېواد کولی شي، چې د شواهدو اسنادو په وړاندې کولو سره، له بل هېواد نه شکایت وکړي او د غوښتنو او وړاندیزونو په کولو سره، د ملګرو ملتونو اړونده څانګه پرې غور وکړي.

د عليشنګي په خبره، افغانستان ډېرو شواهدو ته ځکه اړتیا نه لري، چې د وروستیو لسیزو جګړو په اړه په خپله امریکا او ناټو هېوادونه ستر شاهدان دي او په دې اړه له هر چا ښه خبر دي، چې په افغانستان کې د ترهګریزو ډلو ملاتړي او خواخوږي څوک دي.
د حقوق پوهانو د ټولنې مشر وايي، افغانستان ډېرې هڅې وکړې، چې له پاکستان سره د سولې خبرو اترو له لارې حل لاره راوباسي، خو پایله یې ورنه کړه؛ اوس ګټوره ده، چې په ملګرو ملتونو کې شکایت وشي.
له دې وړاندې شنونکیو او سیاستوالو په وارـ وار سره پر افغان دولت نیوکې کړې وې، چې د ترهګرو ډلو د ملاتړو هېوادونو نه په ملګرو ملتونو کې د رسمي شکایت په اړه ناغېړي کوي.
د ملګرو ملتونو د کنوانسیون او نړیوالو قوانیونو له مخې، هر کله چې یو هېواد د بل هېواد تر ګواښ لاندې وي، کولی شي، چې په ملګرو ملتونو کې شکایت وکړي او پر ګواښګر هېواد یو لړ بندیزونه ولګوي.





