د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته نن یک شنبه (اکټوبر۴ مه) د کورنيو چارو وزیر نورالحق علومي، د ملي دفاع وزارت مرستیال جنرال عبدالخالق سروري، د ملي امنیت د شورا مرستیال سلېمان کاکړ، د ملي امنیت مرستیال عبدالمتین بېک وربلل شوي وو.
سناتورانو غوښتل، چې له دوی څخه د کندوز ولایت د سقوط او د پنځمې ستنې په اړه وضاحت وغواړي.
د ملي امنيت مرستیال عبدالمتین بېک وویل، چې د کندوز د سقوط په باب زیات راپورونه موجود وو، خو په هغه ولایت کې د مديريت ضعف د دې لامل شو، چې دغه ولایت د يو څو ورځو له پاره د طالبانو په ولکه کې شي.
هغه د مشرانو جرګې غړو ته ډاډ ورکړ، چې هيڅکله به هم د کندوز په شان پېښه بیا تکرار نه شي.
د ملي امنيت مرستیال زیاته کړه، د کندوز له پېښې وروسته وسله والو روحیه واخیسته او پر نورو ولايتونو لکه غزني، بغلان …یې هم ورته پلانونه درلودل، چې د افغان امنيتي ځواکونو له لوري شنډ شول.
د کندوز له سقوط څخه وروسته په دولتي نهادونو کې د "پنځمې ستنې" کلمات په رسنيو کې د سياستوالو او نورو کارپوهانو له خوا ښکته او پورته شول.
دوی ویل، چې "پنځمه ستنه" غواړي دغه نظام ته سقوط ورکړي او دا هغه کسان دي، چې هم له دولت سره لاره لري او هم د وسله والو طالبانو سره.
عبدالمتین بېک مشرانو جرګې غړو ته د خبرو پر مهال په دولتي بنسټونو کې د "پنځمې ستنې" د اشخاصو شته والی تایید کړ، خو ډاډ يې ورکړ، چې ژر به یې په اړه پلټنې پېل شي.
له دې وړاندې جهادي مشر عبدرب الرسول سیاف په وار وار ویلي وو، چې په حکومت کې "پنځمې ستنې" د بهرنيو استخباراتي کړيو پورې تړلي اشخاص او جاسوسان شته، چې دا حکومت ته ستر ګواښ پېښولی شي.
له بل لوري بیا د ملي امنیت د شورا مرستیال سليمان کاکړ وايي، چې که استاد سیاف په حکومت کې د جاسوسانو په اړه معلومات لري، نو په اړه يې د عکس العمل ښودلو له پاره باید امنيتي ځواکونو ته و سپاري.
هغه له امريکا سره د امنيتي تړون په باب وویل، چې افغان امنيتي ځواکونه په کال کې له څلورنيم ميليارډو ډالرو زیات لګښت لري او دا له امریکا سره د امنيتي تړون پرته ناشونی و.
اخوا بیا د کورنيو چارو وزیر نورالحق علومي د کندوز په هلکه وویل، چې کندوز د افغان امنيتي ځواکونو تر بشپړې څارنې لاندې دی او تر قوي چاڼيز عملياتو پورې به ځواکونه هلته مېشت وي.
هغه د کندوز د ښار سقوط يو عمده لامل تبلیغات په ګوته کړل.
ياده دې وي، چې د تېرو شاوخوا ۱۴ کلونو راهیسې دا لومړی ځل دی، چې وسله وال طالبان د افغانستان د يوې ستراتيژيکې سیمې؛ کندوز ولایت په نيولو بريالي کيږي.





