
د لوګر د پوهنې ریاست چارواکي وایي، د دغه ولایت په مرکز پل علم، بره کي برک، خوښۍ او محمداغې ولسوالیو کې د نجونو ۲۵ بابه ښوونځي او ۳ مدرسې، چې له تېرو پنځو میاشتو راهیسې دروازې د زده کوونکو پرمخ د وسله والو طالبانو د پرلپسې ګواښونو له امله تړل شوي وو نن د لوګر د ولایتي ادارې، قومي مخورو، او علماوو په مرسته پرانېستل شول.
د لوګر د پوهنې رییس محمد اکبر ستانکزي سلام وطندار ته وویل، چې د نجونو پرانېستل شویو ښوونځیو له ډلې یې ۱۷بابه د بره کي برک او پاتې نور یې د مرکز پل علم، خوښۍ او محمداغې ولسوالیو دي.
ستانکزي زیاته کړه، چې ددغو ښوونځيو په پرانېستو کې د لوګر ولایتي ادارې او قومي مخورو غوره رول لوبولی دی.

د هغه په خبره نن چهارشنبه (نومبر۱۸مه) شاوخوا ۳ زره نجونې زده کوونکې د ښوونځيو ته ورغلې وې.
د لوګر د پوهنې رییس محمد اکبر وویل، چې اوس د نجونو ښوونځيو ته هیڅ راز ګواښونه، نشته.
د لوګر د والي ویاند محمد سلیم صالح سلام وطندار ته وویل، چې والي د دغه ولایت د ناامنه ولسوالیو د پوهنې له کارکوونکو، علماوو، قومي مخورو او مدني فعالانو له استازو سره په لیدنه کې ویلي ښوونځی به هیڅ نظامي اډه نه وي، ځکه د هغه په خبره ښوونځی د ملت مال او د ولس کور دی که څوک د نجونو پرمخ د مکتب د روازه بندوي دا لکه په خپل اولاد، چې د خپل کور دروازه بندوي.
صالح زیاته کړه؛ والي امنیتي ځواکونو ته هم امر وکړ، چې د دغه ولایت په ناامنه سیمو کې د نجونو د ښوونځیو امنیت خوندي کړي.

خو د لوګر یو شمیر اوسیدونکي بیا وایي، چې د پوهنې تعلیمي کال پای ته رسیدلې او اوس مهال د نجونو د ښوونځيو پرانېستل د زده کوونکو له پاره کومه ګټه نه لري.
هغوی له وسله والو مخالفینو وغوښتل، چې د نجونو د زده کړو مخه و نه نيسي.





