غزني کې د عامه نظم ساتنې پر کنډک موټربم برید؛ تر اوسه ۷ وژل شوي او ۱۶ ټپیان دي

د کورنیو چارو وزارت وایي، د لومړنیو معلوماتو له مخې په غزني کې د عامه نظم ساتنې پر کنډک موټربم برید کې ۷ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین وايي، ۳ پولیس او د عامه نظم ساتنې ۴ سرتېري د قربانیانو په ډله کې دي.

د نوموړي په وینا، د دغه برید ټپیان د عامه نظم ساتنې سرتېري دي.

بېګاه شاوخوا ۸ بجې د غزني ولایت د عامه نظم ساتنې پر کنډک چې د ښار د روضې په کوتل کې و، موټربم برید وشو.

د غزني د پولیسو ویاند احمدخان سیرت هم وايي، د یوه هاموې ټانګ په چاودنه کې چې له چاودېدونکو توکو ډک وو، ۷ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.

خو په غزني کې یوه باوري امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي، سلام‌وطندار ته ویلي چې په یاد برید کې د عامه نظم ساتنې ۱۶ سرتېري وژل شوي او نږدې ۳۰ نور ټپیان شوي دي.

د سرچینې په وینا، بریدګرو له چاودېدونکو توکو ډک یو هاموې ټانګ لومړی د عامه نظم ساتنې کنډک ته دننه کړی او بیا یې چاودنه ورکړې ده.

تر اوسه هېڅ وسله‌والې ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام